جو بایډن د واکسینېدو پر مهال؛ کورونا واکسین خوندي دی، ځانونه ورته چمتو کړئ
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د کورونا وېروس فایزر واکسین ترلاسه کولو پرمهال ویلي، دا واکسین یې ځکه وکړ چې امریکایانو ته وښيي واکسین "خوندي دی".
له ښاغلي بایډن مخکې د ټرمپ مرستیال مایک پېنس او د استازو جرګې مشرې نانسي پیلوسي هم د کورونا ضد واکسین کړی دی.
رپوټونه وايي، تر ۵۰۰ ډېرو امریکایانو تر اوسه د کورونا ضد واکسین کړي دي.
جو بایډن ته د کورونا ضد واکسین د ډیلاویر ایالت نیو ارک ښار روغتون کې ورکړل شو او دا صحنه پر تلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېده.
بایډن وویل: دا کار ددې لپاره کوم چې ثابته کړم کله چې واکسین ته لاسرسي وموندل شي، خلک یې باید لګولو ته چمتو اوسي، هېڅ د اندېښنې ځای نه شته".
اټکل دی چې د ټرمپ مرستیاله کمالا هرېس او مېړه یې دوګ ایمهوف به هم راتلونکې اونۍ د کورونا ضد واکسین ترلاسه کړي.
د بایډن ډلې ویلي، د جو بایډن د ولسمشرۍ په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې به امریکا کې د کورونا ضد ۱۰۰ میلیون ډوزه واکسین ووېشل شي.
د وبا پرمهال، امریکا کې تر ۱۷،۸ میلیون ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې او ۳۱۷ زره کسان ترې مړه شوي.
د کورونا نوی ډول؛ له ۴۰ ډېرو هېوادونو بریتانیا سره پولې وتړلې

د عکس سرچینه، PA Media
په بریتانیا کې د کورونا وېروس د نوي ډول له امله تر څلوېښتو ډېرو هېوادونو له دغه هېواد د الوتکو تګ وځنډاوه.
په دوی کې اسپانیا، پاکستان، هند او هانکانګ هم دي.
فرانسې د ۴۸ ګړیو لپاره د بریتانیا له ډوور بندر د لاریو په ورتګ هم بندیز لګولی دی.
د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن وايي، د فرانسې له ولسمشر ایمانوېل مکرون سره غږېدلی او دواړه غواړي چې "ژر تر ژره دا ستونزه اواره کړي. "
لومړي وزیر جانسن ډاون سټریت کې خبريالانو ته وویل: "موږ ډېرې ښې ټلیفوني خبرې درلودې او موږ دواړه د یو بل پر حالت وپوهېدو. "
بوریس جانسن پرون د حکومت بېړنۍ غونډه هم جوړه کړې وه.
نوموړي زیاته کړه: "موږ له خپلو ملګرو سره کار کوو چې د سوداګرۍ بهیر بند نه شي. "
د فرانسې د اروپا چارو وزیر کلیمنټ بیینو وایي، دوی به د سې شنبې په ورځ او "له بېړني حالت او سخت احتیاط وروسته چې پلي کولو ته یې اړ وو" نوي قیودات اعلان کړي چې له چارشنبې به پلي کېږي.
د اروپايي ټولنې غړي هم برسلز کې د دې لپاره سره ټول شوي وو چې له بریتانیا سره د تګ راتګ لپاره همغږی ځواب ومومي.
په دې ناسته کې چارواکو له بریتانیا د ورتلونکو ټولو کسانو د ازموینې اړتیا ضروري وبلله.

د عکس سرچینه، NURPHOTO
په دا مهال د شمالي ایرلنډ چارواکو بېګا په یوه غونډه کې پر دې خبرې وکړې چې له انګلنډ، سکاټلنډ او وېلز سره پر تګ راتګ بندیز ولګوي که نه.
بلجیم، کناډا، جرمني، ایرلنډ، ایټالیا، پورتګال، رومانیا، روسیې او سویزرلنډ هم له بریتانیا په ورتګ بندیز لګولی دی.
ځینې بندیزونه پیل شوي او نور له سې شنبې پیلېږي.
فرانسې ته د ایروتونل خدمتونه ځنډول شوي او بلجیم ته د ایروسټار اورګاډي هم په ټپه ولاړ دي.
خو د ایروتونل ویاند جون کیف هیله من دی چې له بریتانیا تګ ښايي د چارشنبې یا پنجشنبې په ورځ پیل شي.





















