د ایران د پولادو کارخانه کې اور لګېدلی

ایران

د عکس سرچینه، SEDAYEZARAND

د خپرېدو وخت

د ایران په کرمان ولایت کې ځايي سرچینې د زرند ایرانیان په نوم پولادو کارخانه کې د اور لګېدو خبره کوي.

د ځايي سرچینو په خبره، اور د چاودنې غږونو سره یو ځای د یکشنبې د سهار لومړیو ساعتونو کې ولګېد.

د زرند ولسوال علي صادق زاده وايي، اور کنټرول شوی او ځاني تاوان نه لري.

نوموړي فارس خبري اژانس ته ویلي د ویلې شویو موادو د وتلو له امله اور لګېدلی دی:

''د پولاد سازۍ لوړه کړايي(کوره) کې د ډېرو ویلې موادو وتل د کړايي ځای او نوره کارخانه کې د چاودنې اور او لوګي سبب شول. ''

دولتي رسنۍ وايي، اور وژونکو تر شلو ګړیو ډېر ساعتونه بېړۍ کې د اور په مړه کولو تېر کړل.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، دولتي رسنۍ وايي، اور وژونکو تر شلو ګړیو ډېر ساعتونه بېړۍ کې د اور په مړه کولو تېر کړل.

د زرند ایرانیان پولادو کمپلېکس د ایران د پولادو صنعت اړوند شرکتونو برخه دی چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر پنځمه د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ وروستیو کې د امریکا بندیزونو نوملړ ته ور زیات شو.

تېره چارشنبه د تهران سوېل ته په تندګویان تېلو چاڼځي کې اور ولګېد او د پنجشنبې په وځ بیا زیات شو.

تر هغه څو ساعته مخکې عمان سمندرګي کې د ایران بېړۍ کې اور ولګېد او او بیا ډوبه یا غرقه شوه.

د دې پېښو په ګډون ایران کې د وروستیو ورځو پراخ اور لګېدلو تکرار پوښتنې پیدا کړې دي.