د تهران تېلو چاڼځي کې اور بیا زیات شو؛ چارواکي وايي پلازمېنه کې کافي پټرول شته

آتش سوزی پالایشگاه تهران

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د ایران نفت وزارت چارواکي وايي، د پنجشنبې ورځې په مازدیګر د دغه هېواد د پلازمېنې تهران د تېلو په چاڼځای کې لګېدلی اور کابو شوی دی.

د ایران نفت وزارت مرستیال علي رضا صادق ابادي له دې خبر سره هممهاله د خپل هېواد د اطفایې یا اور وژنې ادارې له کارکوونکو مننه کړې.

بل لور ته د تهران نفت چاڼ شرکت عامل مدیر حامد ارمانفر وايي، د شپې تر ناوخته پورې به د اور وژلو چارې روانې وي، ځکه په وینا یې د لومړني اور پنځه سلنه انګار لا هم ژوندی پاتې دی.

نوموړی زیاتوي:

''د اورلګېدنې ځای په شاوخوا کې شته زېرمې په بشپړه توګه یخې شوې، فشار یې کم شوی او د اندېښنې هېڅ خبره نه شته. ''

دغه پېښه کې ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

د پنجشنبې پر ګهیځ د تېلو په دې چاڼځای کې د مخکې لګېدلې اور لمبې داسې حال کې بیا پورته شوې، چې ګومان کېده اور مړ شوی دی.

د ایراني ټلویزیون خبریال په خپل رپوټ کې وویل، "داسې حال کې چې اور وژونکو وروستۍ چارې تر سره کولې" د اور لمبې د تېرې نیمې شپې کچې ته ورسېدې.

پالایشگاه تهران

د عکس سرچینه، Mizan

د عکس تشریح، توندګویان چاڼځی د تهران سویل کې د ری ښار باقرشهر سیمه کې پروت دی.

د تهران د تېلو د چاڼځي مسئولانو وړاندې ایسنا خبري اژانس ته ویلي و چې اورلګېدنه کنټرول شوې او تهران د پټرولو له کمښت سره نه دی مخامخ.

د دغه چاڼځي ویاند شاکر خفايي د ایران د محصلانو اژانس ته ویلي تهران کې د پټرولو د کمښت ګنګوسې سمې نه دي. هغه ویلي و: "اور د ډیزلو زېرمتون کې لګېدلی او د تهران چاڼځي کې کافي اندازه پیټرول شته."

د تهران په توندګویان چاڼځي کې د اورلګېدو خبر د چارشنبې مازیګر ورکړ شو. دغه چاڼځی د تهران سویل کې پروت دی.

تهران

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، د ایران د تېلو وزیر وايي، تور دود د ځانګړې پېښې په مانا نه دی.

د خواله رسنیو ځېنو کارنو د دې اورلګېدنې تصویرونه خپاره کړي او ویلي و چې د اور لمبې او لوګي ان د پلازمینې له شمال هم ښکاري.

ښاغلي خفايي ویلي دا اور لګېدنه ځاني زیان نه لري او اقتصادي تاوان به یې وروسته وڅېړل شي.

د ایران د تیلو وزیر بېژن نامدار زنګنه د اورلګېدنې ځای کې د دغه هېواد دولتي خبري اژانس ته ویلي هوا ته د ډېر لوګي د پورته کېدو لامل "دا نه دی چې پېښه ستره ده" بلکې دغو زېرمتونونو کې درانه سونتوکي ساتل کېدل چې د هغو اور د ډېر لوګي لامل شوی.

هغه دا هم ویلي چې دغه چاڼځي کې به تولیدات له پنجشنبې (نن) بېرته پیل شي.

د تهران د چاڼځي د عامه اړیکو رئیس دې پېښه کې "د ورانکارۍ هر ډول احتمال" رد کړی دی.

دولتي رسنۍ وايي، اور وژونکو تر شلو ګړیو ډېر د اور په مړه کولو تېر کړل.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، دولتي رسنۍ وايي، اور وژونکو تر شلو ګړیو ډېر ساعتونه بېړۍ کې د اور په مړه کولو تېر کړل.

تر دې اورلګېدنې څو ساعته وړاندې د عمان اوبو کې د اور له کبله د ایران د یوې پوځي بېړۍ د ډوبېدو خبر ورکړ شو.

وروستیو میاشتو کې د ایران بېلابېلو برخو کې د ورته پېښو بیا بیا رامنځ ته کېدل او تکرار د دې لامل شوي چې یو شمېر رسنۍ پکې د ورانکارۍ احتمال مطرح کړي.

د ایران د سرې میاشتې مرستندویه او ژغورندویه سازمان رئیس مهدي ایسنا خبري اژانس ته ویلي چې د دې ټولنې د چټک غبرګون ډله او درې څانګې باقرشهر سیمه کې د ګازو نللیکه کې د چاودنې تر پېښې وروسته د بشپړ چمتووالي په حال کې وي.

توندګویان چاڼځی د تهران سویل کې د ری ښار باقرشهر سیمه کې پروت دی. دغه چانځي کې تېرو کلونو کې هم اورونه لګېدلي دي.