"د خلکو قصاب" تر ۲۵ کاله بند وروسته خوشی شو

فالکون

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د سیسیلي د مافیا مشر جیواني بروسکا چې تیزابو کې د یوه ماشوم د بدن د ویلې کولو یا منحلولو په ګډون بېلابېلو وحشتناکو جرمونو کې ښکیل و، له زندان خوشی شو.

بروسکا چې "د خلکو قصاب" په نوم مشهور دی، ایټالیا کې د مافیا ضد تر ټولو جګپوړي څارنوال 'جیواني فالکون' په ګډون له ۱۰۰ ډېرو وژنو کې خپله ښکیلتیا منلې ده.

خو هغه وروسته په یوه مخبر بدل شو او څارنوالانو سره یې د مافیا د نورو غړو په څار او ښکار کې مرسته وکړه.

که څه هم بروسکا ۲۵ کاله زندان تېر کړی خو خوشي کېدو یې د قربانیانو خپلوان غوسه کړي دي.

هغه ته دمګړۍ څلور کاله مشروطه ازادي ورکړ شوې ده.

جیواني بروسکا څومره پېژنئ؟

بروسکا د سیسیلي په 'کوزا نوسټرا' مافیايي ډله کې اصلي او عمده څېره وه.

هغه اوس ۶۴ کلن دی.

بروسکا په ۱۹۹۲ کال ایټالیا کې د مافیا خلاف تر ټولو مخکښ څېړونکی 'قاضي جیواني فالکون' په یوه بمي چاودنه کې وواژه.

دا ایټالیا کې د ترور تر ټولو بدنامه قضیه وه.

دې چاودنه کې پر ښاغلي فالکون سربېره د هغه مېرمن او درې ساتونکي هم ووژل شول.

بروسکا دوی ته شاوخوا نیم ټن باروت یا چاودېدونکي توکي پالېرمو ته نږدې د سړک پر غاړه ایښي وو او د موټر له ورسېدو سره یې چاودنه ورکړه.

تر دې دوه میاشتې وروسته د ښاغلي فالکون نږدې ملګری او همکار پاولو بورسېلینو هم ووژل شو.

دغو مرګونو ایټالیا ته ټکان ورکړ او د دې لامل شول چې دغه هېواد د مافیا ضد نوي قوانین جوړ کړي.

تر سلو ډېرې وژنې

دې چاودنه کې پر ښاغلي فالکون سربېره د هغه مېرمن او درې ساتونکي هم ووژل شول.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، دې چاودنه کې پر ښاغلي فالکون سربېره د هغه مېرمن او درې ساتونکي هم ووژل شول.

جیواني بروسکا تر سلو ډېرو وژنو کې پر خپله ښکېلتیا اعتراف کړی دی.

په دوی کې تر ټولو وحشتناکه د مافیا د یوه بل غړي د ۱۱ کلن زوی 'جوزپې دي ماتیو' وژنه وه، چې پلار یې له بروسکا سره خیانت کړی و.

بروسکا دا ماشوم تر تښتولو وروسته سخت ربړولی او بیا زندۍ کړی و. تر وژلو وروسته یې د هغه مړی هم د دې لپاره تیزابو کې ویلې کړی و چې کورنۍ یې خاورو ته ونشي سپارلی.

بروسکا په ۱۹۹۶ کال تر نیول کېدو وروسته د دې لپاره حکومت ته مخبري او شاهدي پیل کړه چې خپله د بند موده راکمه کړي.

هغه له پلټونکو سره مرسته وکړه چې د ۱۹۸۰یمې او ۹۰یمې لسیزې بېلابېلو بریدونو کې د مافیا ښکیل غړي تعقیب او ونیسي.

خوشي کېدو ته یې غبرګون څه دی؟

سیسلي ته نږدې په کارلیون کې د مافیا استوګنځی چې ونیول او پر هوټل بدل شو.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سیسلي ته نږدې په کارلیون کې د مافیا استوګنځی چې ونیول او پر هوټل بدل شو.

د بروسکا د خوشي کېدو خبر د نوموړي د ځینو قربانیانو کورنۍ او خپلوان غمجن او غوسه کړي دي.

د هغه لخوا د جیواني فالکون د یوه وژل شوي ساتونکي ښځې 'ټینا مونټینارو' رپبلېکا ورځپاڼې ته ویلي چې د بروسکا خوشي کېدو 'قهرولې' ده.

هغه وايي: "حکومت زموږ خلاف دی. ۲۹ کاله وروسته لا هم د دې ډله ییزې وژنې په حقایقو نه پوهېږو - خو جیواني بروسکا چې زما کورنۍ یې له منځه وړې، ازاد ګرځي."

د جیواني فالکون خور ماریا فالکون ویلي له زندان د بروسکا د راوتلو خبر "ټکان" ورکړی.

ګڼو ایټالوي سیاستوالو هم د بروسکا پر خوشي کېدو نیوکه کړې.

په دوی کې د ښي اړخي لیګ ګوند مشر ماتیو سالویني ویلي "د مافیا مشر جیواني بروسکا له ۲۵ کاله بند وروسته ازاد ګرځي. ایټالویان د داسې 'عدالت' وړ نه دي."

د مرکزي کیڼ اړخي دیموکراتیک ګوند مشر اېنریکو لېټا هم د سې شنبې پر ورځ Rtl 102.5 راډیو ته وویل چې "دا نس کې داسې سوک دی چې ساه مو بندوي."