سعودي جوماتونو کې د لاوډسپيکرو پر غږ محدودیت؛ چارواکي خپله پرېکړه سمه بولي

د عکس سرچینه، AFP
د سعودي عربستان چارواکو د جوماتونو لاوډسپیکرونو د غږ پر کچه د محدودیتونو دفاع کړې. د دغه هېواد اسلامي چارو وزارت تېره اونۍ اعلان وکړ چې د ټولو جوماتونو لاوډسپیکرونو غږ به د انتهايي کچې په درېیمه درجه کې ساتل کېږي.
د اسلامي چارو وزیر عبدالطیف الشېخ وايي، د جوماتونو لاوډسپیکرونو غږ ټیټ ساتلو پرېکړه یې د ولس له شکایتونو وروسته کړې.
خو دود پاله سعودي ټولنه کې دغې پرېکړې ته پر خواله رسنیو غبرګونونه هم پراخ وو.
پر خواله رسنیو یو هشټګ لاس پر لاس کېږي چې په رستورانونو او کېفې ګانو کې په لوړ غږ د موسیقۍ پر غږېدو د بندیز غوښتنه کوي.
ښاغلی شېخ بیا وايي، شکایتونو کې ځینې د هغو میندو، پلرونو دي چې وايي، د دې لاوډسپیکرونو له کبله یې د ماشومانو خوب ګډوډېږي.
په یوه ویډیويي پیغام کې چې پر سعودي دولتي ټلویزیون خپور شو، ښاغلی الشیخ وايي، هغه چې لمونځ کوي، د لمانځه لپاره د ملا امام غږ ته اړتیا نه لري.
نوموړي هغه کسان 'د مملکت دښمنان ' وبلل چې پر خواله رسنیو یې پر دې پرېکړه نیوکې کړې او په وینا یې دغه کسان 'غواړي خپل نظر پر خلکو وتپي '.
دغه محدودیتونه داسې مهال لګول شوي چې ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان پرلپسې هڅه کوي سعودي عرب زیات لبرال شي او په ولسي ژوند کې د دین رول کم کړي، د بېلګې په توګه پر ښځو د ګاډي چلولو بندیزونه لېرې کړل شوي دي،
خو نوموړي د بیان ازادۍ لړ کې بیا سخت اقدامات کړي دي او زرګونه معترضین نیول شوي او په زندانونو کې پراته دي.





















