ایا سعودۍ ښځې د خپلې نکاح واک درلودلی شي؟

ښځه او مېړه یې

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د سعودي د "مجلس الشوری" (پارلمان ته ورته جوړښت) یوې غړې اقبال درندري تر ټویټ وروسته چې له ولي امر پرته یې د مېرمنو د ودېدو په اړه د خپل ځان د ودولو د حق په اړه بحث غوښتی و، پر خواله رسنیو د سعودي ښځو بحثونه تاوده شوي دي.

اقبال په خپل ټویټ کې د شرعي علومو څېړونکې او حقوقپوهې سهیله زین العابدین حماد د مقالې ځینې برخې راخیستې او دا حدیث یې هم ذکر کړی چې "له وکیل پرته نکاح نه شته".

هغې په خپله مقاله کې د پوهنتونونو پر نصاب هم نیوکه کړې ده او وايي چې "د ښځې ځان ودول د زنا دودول" دي.

اقبال په تېره مې میاشت کې د سعودي یوې شورا ته په تېره مې میاشت کې سپارښتنه وکړه چې یوې بالغې نجلۍ ته د ولي امر له اجازې پرته د ځان ودولو حق ورکړل شي، خو د دې شورا قضايي جرګګۍ "ددغې سپارښتنې له نه منلو بخښنه وغوښته؛ ځکه چې له شرعي متنونو سره په ټکر کې ده او په نکاح کې د ولي امر حضور یو شرط دی."

"شرعي متن روښانه دی"

د سعودي د شورا د غړې دې ټویټ سعودي عربستان کې پر خواله رسنیو تاوده بحثونه جوړ کړي او بیا یې دا لانجمن بحث پیل کړی چې "ایا ښځه د خپل ځان ودولو حق لري".

.

د عکس سرچینه، TWITTER

تر ډېره پر خواله رسنیو لیکل شوي غبرګونونه او تبصرې د اقبال د نظر مخالفې دي.

د ټوېټر یو کارن عبدالمجید په دې اند دی چې "اسلامي شریعت سوپر مارکېټ نه دی" چې د خلکو په خوښه او رغبت دې هرڅه بدل شي.

ډېرو نورو بیا ویلي چې "شرعي متن روښانه دی، چې د ښځې خپل ځان ودول باطل دي."

محمد الطویلعي بیا د اقبال د دغه نظر په اړه اندېښنه ښودلې او وايي چې هغه "د ټول ولس او د سړو استازیتوب نه کوي."

"ودېدل د ښځو لومړنی حق دی"

په مقابل کې ګڼو ښځو د اقبال دروندري نظر تایید کړی او د ښځو ودېدل یې د ښځو لومړنی حق بللی دی.

جاهان ویلي: "د بالغو او عاقلو مسلمانو ښځو په توګه دا زموږ حق دی چې د قانون په چوکاټ کې خپل ځان پخپله واده کړو."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د (سعودي) په نامه یوه بل ټویټر کارن لیکلي: "د ولي امر له موافقې پرته پخپله ښځه د ځان ودول او قاضۍ یا وزیره کېدل هغه مسله ده چې وخت ته اړتیا لري."

ځینو د مصر د مفتي ډاکټر شوقي علام هغه وېديويي کلیپ لاس په لاس کړی چې وايي، که څه هم په دې مسله کې د علماوو اختلاف شته، خو د حنفي مذهب پر بنسټ ښځه یو مخ خپل ځان ودولی شي.