د ۷۰ پړانګانو په ښکار او وژلو تورن کس له ۲۰ کلونو وروسته ونیول شو

A Bengal tiger in a zoo in Nepal

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نېپال ژوبڼ کې بنګالی پړانګ
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

بنګلدېش کې له شلو کلونو پلټنو وروسته داسې سړی ونیول شو چې د ورکېدونکي پړانګ د یوه ډول د ۷۰ پړانګانو په ښکار او وژلو تورن دی.

د بنګلدېش پولیس وايي، حبیب تلکدار چې "پړانګ حبیب" هم بلل کېده د درې ځلې نیولو حکم وروسته ونیول شو. ویل کیږي چې کوم کس یې پټنځی پولیسو ته ښودلی دی.

حبیب د هند او بنګلدېش د ګډې پولې په ځنګلونو کې اوسېده.

دا سیمه په نړۍ کې د بنګالي پړانګانو تر ټولو ګڼه سیمه ده، یوازې یو څو زره یې لا هم پاتې دي.

د تور بازار سوداګر د دې ښکار شویو پړانګانو پوست، هډوکی او ان غوښه هم اخلي او بیا یې نړۍ کې خرڅوي.

له ګبین ټولولو تر پړانګ ښکارولو

WWF

د عکس سرچینه، WWF

د پلازمېنې ډاکې د پولیسو مشر سید رحمان وايي، حبیب تلکدار ډېر وخت تښتېدلی و.

پنځوس کلن حبیب تلکدار له ځنګلي مچیو د ګبین یا شات ټولولو سره خپل کار پیل کړ.

د ګبینو کاروباري عبدالسلام له فرانس خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، ځايي خلک حبیب ته درناوی لري او ترې وېره لري.

دوی وايي، دا خطرناک سړی دی او ځنګل کې له پړانګانو سره یواځې جګړه کولی شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

یو چارواکی عبدالمنان له ډاکه ټریبیون سره خبرو کې وايي، پولیس او د ځنګلونه اداره له کلونو راهیسې د نوموړي نیولو پسې و:

"سره له دې چې له ډېر وخت راهیسې ځنګل ته په ننوتلو پرې بندیز لګېدلی و، خو هغه به پټ ځنګل ته ننوت او ځنګلي ژوي به یې ښکارول. "

نوموړی زیاتوي: "که څه هم ډېرې دوسیې لري خو بیا یې هم دا جنایت کاوه... ځینې ځواکمنې ډلې هم ور سره ښکېلې دي. "

دا رسنۍ وايي، دا تورن ښکاري د شنبې په سهار ونیول شو.

پړانګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د بنګلدېش د پړانګانو سرشمېرنه چې په ۲۰۱۸ کې خپره شوې ښيي چې د دوی شمېر تر ۱۱۴ پورته شوی او دا شمېر په ۲۰۱۵ کال کې تر بل هر وخت کښته یعنې ۱۰۶ و.

د ځنګلي ژوند اړوند نړیواله اداره تېر کلن رپوټ کې وايي، تېرو لسیزو کې تر سخت کمېدو وروسته یو ځل بیا نړۍ کې د پړانګانو شمېر ډېر شوی.

د ویډیو تشریح، هند د پړانګ ژغورلو پروژه څنګه پیل کړه؟