د خبریال د نیولو په تړاو اروپايي ټولنه پر بېلاروس نوي بندیزونه لګوي

د بېلاروس خبریال

د عکس سرچینه، NEXTA

د عکس تشریح، فعالان وايي رومن پروتاسویچ دې ویډیو کې اړویستل شوی چې اعتراف وکړي
د خپرېدو وخت

اروپايي ټولنې ېکړې چې د بېلاروس هوايي الوتنې شرکتونه نه شي کولی چې د دې ټولنې د غړو هېوادونو له هوايي حریمه کار واخلي.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې پر تېره یکشنبه د یوه منتقد خبریال د نیولو لپاره یوه الوتکه مېنسک کې ناستې ته اړ کړل شوه.

په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو مشرانو دغه راز د دې ټولنې اړوند هوايي شرکتونو ته ویلي چې د بېلاروس له هوايي حریمه دې الوتنې نه کوي. دوی دغه راز ژمنه کړې چې نور اقتصادي بندیزونه به هم لګوي.

۲۶ کلن خبریال رومن پروتاسویچ له یونانه په الوتکه کې لیتوانیا ته روان وو چې د بمي ګواښ په پلمه یې الوتکه له خپل مسیر وګرځول شوه او د بېلاروس په پلازمېنه مېنسک کې کښېناسته.

لوېدیځو هېوادونو تور لګولی چې بېلاروس د رایان ایر الوتکه اختطاف کړې ده.

د بېلاروس چارواکو پرون دوشنبه د خبریال پروتاسویچ ویډیو خپره کړه او ښکاري چې دا د مېنسک په هوايي ډګر کې له نیولو وروسته په زوره ثبت شوې ده.

بېلاروس خبریال نیول

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، رومن پروتاسویچ د ۲۰۱۷ کال لاریونونو پرمهال هم پولیسو نیولی وو

په دې ویډیو کې نوموړی وايي چې روغتیایي حالت یې ښه دی او داسې ښکاري چې ده پر هغو جرمونو اعتراف کړی چې دی یې په کولو تورن شوی وو.

خو دې هېواد کې د لوی سیاسي مخالف مشر په ګډون فعالانو پر دې ویډیو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پر ښاغلي پروتاسویچ فشار راوړل شوی چې دې ویډیويي کلیپ کې اعتراف وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د بېلاروس چارواکو دا کړنې "ناوړه" بللې او ویلي یې دي چې دا "پر سیاسي مخالفینو او د بیان پر ازادۍ د شرم وړ برید دی".

د ښاغلي پروتاسویچ پلار بي بي سي ته ویلي ،دی وېره لري چې ښايي زوی یې وربړول شي.

دېمېتري پروتاوسیچ پرون دوشنبه وویل دی "ډېره اندېښنه لري" چې له زوی سره به یې د ده د خپل هېواد چارواکي څه ډول چلن وکړي.

هغه بي بي سي ته وویل: "موږ هیله لرو چې دی به وضعیت وزغمي. موږ په دې اړه ان د فکر کولو ویره هم لرو ، خو دا امکان شته چې هغه دی ووهل شي او و دې ربړول شي. موږ واقعاً په دې اړه اندېښنه لرو".

دېمېتري پروتاوسیچ ویلي په ۲۱ پېړۍ کې د اروپا په زړه کې باید داسې کارونه ونه شي.

هغه هیله وښودله چې اروپايي اتحادیه او نړیواله ټولنه پر چارواکو بې ساری فشار راوړي او "په پایله کې یې چارواکي دې پایلې ته ورسېږي چې دوی رښتیا لویه تېروتنه کړې ده".

بېلاروس خبریال نیول

د عکس سرچینه، HO VIA EPA

د عکس تشریح، د رایان ایر الوتکې ته د بم خبر داری ورکړل شو او په دې پلمه اړ کړل شوه چې د مېنسک هوايي ډګر کې ناسته وکړي

د اروپا لویو هوايي شرکتونو سر له اوسه د خپلو الوتنو لوري بدلول پیل کړي دي.

بریتانیا د بېلاروس هوايي شرکت بېلاویا جواز ځنډولی او د اروپایي ټولنې مشرانو پر نورو هېوادونو غږ کړی چې ورته ګام پورته کړي.

بل لور ته پرون دوشنبه بېلاروس د لیتوانیا سفیر او نور دیپلوماتان له دې امله له هېواده وایستل چې د لیتوانیا په پلازمېنه ریګا کې پر کنګل د هاکي لوبو پرمهال د بېلاروس د اوسني بیرغ پر ځای پخوانی تاریخي بیرغ (سور او سپین) پورته شوی و.

په ځواب کې یې لیتوانیا هم د بېلاروس دیپلوماتان وایستل .