د بیلاروس لخوا د سپرلۍ الوتکې جبري ناستې لوېدیځ مشران غوسه کړل

د ویډیو تشریح، منسک هوايي ډګر کې د الوتکې کېنول
د خپرېدو وخت

د بیلاروس د هوايي ځواک لخوا لیتوانیا ته د یوې روانې سپرلۍ الوتکې جبري کینولو لویدیځ هېوادونه غوسه کړي دي.

د بیلاروس هوايي ځواک دا سپرلۍ الوتکه د بم د خبرداري په پلمه د دې لپاره مېنسک هوايي ډګر کې کیناستو ته اړیسته چې پکې د خپل حکومت یو سپور نیوکګر ژورنالیست او فعال 'رومن پروتاسویچ' ونیسي.

د اروپايي ټولنې اجراییوي مشرانو دا پېښه 'د الوتکې تښتول' او د امریکا بهرنیو چارو وزارت 'هېښوونکی عمل' بللی دی.

ټاکلې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشران نن "دوشنبه د مې ۲۴مه" پر دې موضوع خبرې وکړي او ښايي د بېلاروس خلاف د ځینو ګامونو د پورته کېدو پرېکړه هم وشي.

د بېلاروس هوايي ځواک دا الوتکه د بمي چاودنې د خطر په دې پلمه راګرځولې او د پلازمېنې مېنسک هوايي ډګر کې یې تر کینولو وروسته پکې سپور ۲۶ کلن بېلاروسی ژورنالیست او فعال رومن پروتاسویچ نیولی دی.

د رایان ایر شرکت دغه الوتکه له یونان لیتوانیا ته روانه وه.

د بیلاروس دولتي رسنۍ ویلي د دغه هېواد ولسمشر الکساندر لوکاشینکو الوتکه کې د بم د خبرداري له کبله چې وروسته ناسم وخوت، شخصآ د دغه کار امر کړی دی.

دا الوتکه چې ۱۷۱ سپرلۍ یې لېږدولې، مېنسک کې د کښته کېدو له کبله له ټاکلي مهالویش شپږ ساعته وروسته په لیتوانیا کې خپل منزل 'ویلنیوس' ته رسېدلې ده.

۶۶ کلن لوکاشینکو چې له ۱۹۹۴ کال راهیسې بیلاروس کې واکمن دی د تېر کال د اګست میاشتې د لانجمنو ولسمشریزو ټاکنو له ګټلو راهیسې د مخالفو غږونو چوپولو ته مخه کړې ده.

په دې لړ کې ګڼې مخالفې څېرې نیول شوې او ځینې له هېواده تښتېدلې دي.

دا نوې پېښه د اروپايي ټولنې لخوا سخته غندل شوې او ګڼو غړو یې په سملاسي ډول د ښاغلي پروتاسویچ د خوشي کېدو او د دې پېښې په تړاو د بشپړو پلټونو غوښتنه کړې ده.

د لیتوانیا ولسمشر ګینتاناس نواسېده ټینګار کړی چې د اروپايي ټولنې مشران باید د دوشنبې ورځې غونډه کې پر بیلاروس نوي اقتصادي بندیزونه ولګوي.

هغه بي بي سي ته وویل چې د بندېزونو په څېر ګامونه " د بېلاروسي رژیم پر چلن پراخه اغېزه ښندلی شي."

اروپايي ټولنې وار له مخه هم د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو په ګډون د بیلاروس پر ګڼو مشرانو د سیاسي مخالفانو د ځپلو غبرګون کې د سفر او د شتمنیو د کنګل په څېر ځینې بندیزونه لګولي دي.

د اروپايي کمېسیون مشره اورسولا وون دېر لیین وايي: "دا ناوړه او غېرقانوني چلن... بې پایلو نه پاتېږي."

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دا "ټکان ورکوونکې کړنه" بللې او زیاته کړې یې ده چې د جو بایډن اداره " له خپلو شریکانو سره د راتلونکو ګامونو په همغږولو بوخته ده."

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب مېنېدېز هم په دې تړاو یوه اعلامیه خپره کړې ده.

د اروپايي هېوادونو د پارلمانونو د بهرنیو اړیکو کمېټو ځینو مشرانو هم دا کړنه "داړه ماري" بللې او د بیلاروس پر فضا یې د الوتنو د بندیدو غوښتنه کړې ده.

دا پېښه څنګه رامنځته شوه؟

ښاغلی پترویچ پر ۲۰۱۷ کال هم منسک کې د مظاهرې رپوټولو پر مهال هم پولیسو ونیول

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ښاغلی پروتاسویچ پر ۲۰۱۷ کال هم منسک کې د مظاهرې رپوټولو پر مهال هم پولیسو ونیول

د 'ایف ار ۴۹۷۸' دا الوتنه له یونان لیتوانیا کېده او د چارواکو په وینا ۱۷۱ مساپرو پکې وو.

خو د رایان ایر شرکت الوتکه د لیتوانیا پولې ته له نږدې کېدو وروسته ختیځ خوا وڅرخېده او مېنسک کې کیناسته.

ریان ایر په یوه اعلامیه کې ویلي د الوتکې عملې ته "د بیلاروس [د هوايي ترافیک د کنټرول] لخوا د جدي امنیتي خطر خبرداری ورکړ شوی او لارښوونه ورته شوې چې تر ټولو نږدې د مېنسک هوايي ډګر ته وګرځي."

خو د فلایټ رادار ۲۴ ویب پاڼې لخوا د الوتنې د مسیر خپور شوی تصویر ښيي چې دا لوتکې د ګرځېدو پر مهال تر مېنسک په لیتوانیا کې خپل منزل ویلنیوس ته نږدې وه.

ریان ایر وايي مېنسک کې د پلټنې پر مهال څه ونه موندل شول خو د ښاغلي پروتاسېویچ هېڅ یادونه یې نه ده کړې.

یو شمېر مساپرو ویلي د دې پېښې د رامنځ ته کېدو پر مهال رومن پروتاسویچ اندېښمنن ښکارېده.

له دې ډلې ۴۰ کلنې مونیکا سیمکین د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "خلکو ته یې مخ راوګرځاوه او ویې ویل چې د مرګ له سزا سره مخامخ کېږي."

یوه بل مساپر رویټرز خبري اژانس ته ویلي تر هغې وروسته چې ورته وویل شول الوتکه مېنسک ته ګرځي، ښاغلي پروتاسویچ د څوکیو د پاسه د بکسونو کابین پرانیست، خپل لپټاپ او موبایل یې ترې را وایستل او د لارې ښځینه ملګرې ته یې ورکړل.

د لیتوانیا ولسمشر وايي دې ښځې ته هم بېرته الوتکې ته د پورته کېدو اجازه نه ده ورکړ شوې.

رومن پروتاسویچ څوک دی؟

Map

رومن پروتاسویچ د نېکسټا په نوم د رسنۍ چې په ټېلېګرام یو چینل هم لري، پخوانی سمونګر یا ایډېټر دی.

هغه په ۲۰۱۹ کال له بېلاروس وتلی او د ۲۰۲۰ کال د لانجمنو ولسمشریزو ټاکنو پېښو ته یې خبري پوښښ ورکاوه.

نوموړی وروسته په ترهګرۍ او تاوتریخوالي ته په لمن وهلو تورن شو.

نېکسټا د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو پر مهال چې ښاغلي لوکاشینکو وګټلې خو د پراخو درغلیو رپوټونه پکې خپاره شول، د اپوزیسیون لپاره عمده رول لوباوه.

لویدیزو مشرانو دغو لانجمنو ټاکنو کې د اپوزیسیون د نوماندې سېوېتلانه تیخانوسکایا چې د ټاکنو د ګټلو ادعا یې کوله او وروسته لیتوانیا ته تللو ته اړیستل شوه، ملاتړ وکړ.

تر دغو ټاکنو وروسته مېنسک او نورو ښارونو کې څو میاشتې اعتراضونو دوام وکړ او لسګونو زره کسانو پکې برخه واخیسته.

د دغو لاریونونو پر مهال خلکو سره د پولیسو د زور زیاتي او د شاوخوا ۲۷۰۰ کسانو د عدلي تعقیب خبرونه هم ورکړ شول.