بیلاروس کې د عمومي کاربندیز غوښتنه

اعتصاب

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د یکشنبې په ورځ هم نږدې یو لک کسانو مظاهره کړې وه.
د خپرېدو وخت

د بیلاروس په مرکز مینسک ښار کې د حکومت ضد مظاهرو ځپلو پسې د مخالفانو مشرې سوتلانا تیخانو سکایا د دوشنبې په ورځ دغه هېواد کې د عمومي کاربندیز یا اعتصاب غوښتنه وکړه.

مېرمن تیخانو سکایا له دې مخکې هم حکومت ته خبرداری ورکړی و چې د تاوتریخوالي دوام او د معترضانو د غوښتنو نه منلو سره به عمومي اعتصاب وکړي.

تیخانو سکایا یوه پیغام کې ویلي: نن بیا رژیم وښوده چې یوازې هغه کار چې ور سره بلد دی، هغه تاوتریخوالی دی. ځکه د اکتوبر پر ۲۶ عمومي اعتصاب پیلېږي.

دا پیغام له هغه وروسته و چې پولیسو د یکشنبې په ورځ د هغو مظاهره چیانو پرضد بادي لاسبمونه وکارول چې غوښتل یې د ولسمشرۍ ماڼۍ په لور مظاهره وکړي.

د ځینې خبري سرچینو د رپوټ له مخې د لاریونوالو پرضد پلاستیک ګولۍ هم کارول شوې دي.

پولیسو ۱۵۰ لاریونوال نیولي دي.

ځايي رسنۍ وايي، نږدې یو لک کسانو د مینسک ښار لاریون کې ګډون درلود.

دا لاریونوال ولسمشرۍ ټاکنو کې د اوسني ولسمشر الیکساندر لوکاشینکو په بریالیتوب نیوکه لري.

تېرې یوولس اونۍ د یکشنبې په ورځو مظاهرې کېږي.

مظاهره چیان د ښاغلي لوکاشینکو استعفا غواړي چې له ۲۶ کلیونو راهیسې ولسمشر دی.

د دوی په خبره، ښاغلی لوکاشینکو د اګسټ میاشتې ټاکنو کې په درغلۍ سره بریالی شوی دی.

د معترضانو مشره سوتلانا تیخانو سکایا ځان د دې ټاکنو بریالۍ بولي او لیتوانیا ته یې پنا وړې ده.