د حماس-اسراییلو اوربند؛ مصري منځګړي له دواړو خواوو سره غږېدلي

د عکس سرچینه، EPA
مصري منځګړو په غزه کې له فلسطیني مشرانو او اسراییلي دولت سره د اسراییلو او حماس د ۱۱ ورځنۍ جګړې د اوربند د جزییاتو په اړه خبرې کړې دي. پر مصر او قطر سربېره، ملګرو ملتونو هم د اسراییلو او حماس ترمنځ د خونړیو بریدونو پای ته رسولو لپاره د وروستیو ورځو خبرو کې رول لوبولی دی.
دا اوربند د جمعې په ورځ (مې ۲۱مه/غویی ۳۰) ګهیځ پیل شوی دی.
د مصر دوو منځګړو ډلو د اوربند په عملي کولو کې مهم رول درلود.
وړاندې غزې ته د بشري مرستو د بار لاریو رسېدو خبرونه وکړل شوي، چې خوراکي توکي، درمل او د اړتیا وړ نور توکي پکې بار وو.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په فلسطیني سیمو کې د غزې د بیا رغولو لپاره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د عکس سرچینه، EPA
فلسطیني چارواکي وايي، په غزه کې د اسراییلو بمباریو کې د ویجاړو شویو ځایونو بېرته رغول لسګونه میلیون ډالر لګښت غواړي.
تر اوربند اعلانېدو وروسته، زرګونه فلسطینيان خپلو کنډواله شویو کورونو ته ستانه شول چې د چارواکو په وینا، بېرته رغول به یې څو کلونه وخت ونیسي.
د روغتیا نړیوال سازمان له غزې نه د ټپيانو د ایستلو لپاره د یوې لارې موندلو غوښتنه کوي.

د عکس سرچینه، EPA
په ورته وخت کې، غزه کې چارواکو ویلي، دولتي ادارې به سر له یکشنبې ورځ (مې ۲۳/غبرګولی ۲) بېرته پرانیستلې شي.
د روغتیايي چارواکو په وینا، په غزه کې د ۱۱ ورځنۍ جګړې پرمهال د اسراییلو په بمباریو کې د ۶۵ ماشومانو او ۳۹ ښځو په ګډون لږترلږه ۲۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

اسراییلو هم ویلي چې د حماس توغندیزو بریدنو لږترلږه ۱۲ کسان وژلي دي.
په دې جګړه کې اسراییلو او حماس دواړو د خپلې بریا اعلان کړی دی.
ترینګلتیا د مې پر ۱۰مه د ختیځ قدس په مسجد الاقصی کې له څو اونیو اړ و دوړ وروسته پیل شوه.

د عکس سرچینه، EPA
حماس اسراییلو ته تر هغه خبرداري وروسته د توغندیو ویشتلو ګواښ وکړ چې باید له سیمې ووځي، خو اسراییلو یې په مقابل کې هوايي بریدونه وکړل.
تر اوربند اعلانولو وروسته د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، هوايي بریدونو یې د حماس ډلې پوځي قوت کمزوری کړی دی.
خو د حماس مشر اسماعیل هنیه وویل، دوی دا جګړه وګټله او د نورو بریاوو لپاره یې ور پرانیست.





















