تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین له ۲۰۱۴ راهیسې تر ۶۳۰ اویغور امامان او مذهبي شخصیتونه نیولي
د اویغور حقونو ډله په نوې څېړنه کې وایي، چین له ۲۰۱۴ کال راهیسې په سینکیانګ کې تر ۶۳۰ امامان او نور مذهبي شخصیتونه او عالمان نیولي یا بندیان کړي دي.
د اویغور انساني حقونو پروژې په نوم څېړنې- چې له بي بي سی سره هم شریکه شوې- داسې شواهد موندلي چې ښيي اتلس عالمان په بند کې یا تر ازادېدو لږ وروسته مړه شوي دي.
ډېری نیول شوي عالمان هم "د تودلارۍ په تبلیغولو، د ټولنیز نظم د خرابولو لپاره د خلکو په ټولولو او بېلتونپالنې ته په پارولو تورن شوي دي. "
خو د دې امامانو او عالمانو خپلوان وايي، پر نیول شویو کسانو د تورونو تر شا اصلي جرم تر ډېره مذهبي ویناوې، د جمعې لمونځ او یا هم ان د یوه امام په توګه چلن دی.
د د سینکیانګ د قبا سیمې د ۵۱ کلن قزاق امام اوکان محمت د نیولو یادښت ښيي چې د توندلارۍ تبلیغولو په تور نیول شوی، خو د سینکیانګ قربانیانو ډیټابېس د مالوماتو له مخې د هغه کورنۍ وايي، نوموړی د جمعې لمونځ د امامت او جومات کې د ودونو مراسمو له امله نیول شوی دی.
د نوموړي بند له اتو تر لسو کلونو رپوټ شوی دی.
د اویغور انساني حقونو ډلې د محکمې د اسنادو، د کورنیو د شواهدو او خصوصي او عامه ډیټابېسونو کې د رسنیزو رپوټونو د ارزولو له مخې په ټول کې د یو زرو شپږ څلوېښت عالمانو برخلیک څارلی، چې اکثریت یې اویغور دي.
په داسې حال چې د یو زر شپږ څلوېښتو عالمانو نیول رپوټ شوي، خو پر مالوماتو د چین د سخت کنټرول له امله ډېرو پېښو کې کره شواهد نه دي ترلاسه شوي.
د محکمې سندونه او له شاهدانو ترلاسه شوي مالومات دې برخه کې د سینکیانګ د عدالت سخته سزا ښيي چې پکې ډېر نیول شوي کسان پر پنځه کاله بند، نور په ۲۰ کاله یا ډېر او ۱۴ هم په عمر بند محکوم شوي دي.
د دې څېړنې له مخې د ځانګړو مذهبي شخصیتونو په نښه کول دا ادعاوې پیاوړي کوي چې بېجینګ د اویغور مذهبي دود له منځه وړلو او هان چینايي کلتور ته د دوی د اړ اېستلو هڅه کوي.
چین دا ډول ادعاوې ردوي او وايي، سینکیانګ کې د بیا پوهاوي پروګرام موخه یې اویغوریانو او نورو مسلمان لږکیو کې د توندلارۍ مخنیوی دی.