د زولو سلطنت د ملکې مړینه؛ شاهي کورنۍ د زهرو د ورکړې ګنګوسې ردوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د سویلي افریقا په جاهنسبورګ کې د زولو قوم غړي د دې لپاره په خپلو دودیزو جامو کې واټونو ته راوتلي چې د ملکې مانتفومبي مادلامیني زولو پر مړینه خواشیني څرګنده کړي.
۶۵ کلنه مادلامیني تېره میاشت تر هغې وروسته د زولو لنډمهاله نائب السلطنه وټاکل شوه چې د سویلي افریقا د دغه سلطنت پاچا ګوډویل زوېلیتیني د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله ومړ.
شاهي کورنۍ تر اوسه د ملکې د مړیني عوامل نه دي اعلان کړي، خو دا ګنګوسې یې رد کړې چې ګوندې نوموړې ته زهر ورکړل شوي.
د ملکې مانتفومبي مادلامیني تر مړینې وروسته د زولو شاهي کورنۍ کې سخت اختلافات دي او د واک پر سر سیالي پیل شوې ده.
ویل شوي دا پرېکړه به د هغې د تدفین تر مراسمو وروسته وشي چې اوس به څوک د زولو د ۱۱ میلیوني وګړو مشري کوي.
ټاکلې چې ملکه مانتفومبي نن پنجشنبه په خصوصي مراسمو کې خاورو ته وسپارل شي.
رپوټونه وايي له زولو شاهي ماڼۍ بهر ګڼ شمېر پولیس د دې لپاره ګومارل شوي چې د احتمالي پېښو مخه ونیسي.
د ماڼۍ شاوخوا د زولو قوم خلک د ملکې د مړینې په ویر او هغې ته د درناوي په پار راټول شوي دي.
په ورته وخت جاهنسبورګ کې هم د زولو قوم یو شمېر سړي او ښځې چې خپلې دودیزې جامې یې اغوستې وې، د هغه روغتون مخې ته راټول شوي، چې د ملکې مانتفومبي جسد پکې ساتل شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا د ملکې مانتفومبي د تدفین لپاره رسمي مراسم اعلان کړې دي.
د زولو ۷۲ کلن پاچا ګوډویل زوېلیتیني چې شکر یې درلود د مارچ په ۱۲مه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اړوند ستونزو له کبله مړ شو.
هغه د زولو سلطنت تاریخ کې تر ټولو د اوږدې مودې لپاره پر تخت تېر کړل او نږدې ۵۰ کاله یې تاج پر سر و.
ګوډوېل زوېلیتیني شپږ ښځې او لږ تر لږه ۲۶ ماشومان درلودل.
هغه تر مړینې وړاندې وصیت کړی و چې ملکه مانتفومبي مادلامیني دې نائب السطلنه شي.
ملکه مادلامیني په شاهي کورنۍ کې را لویه شوې او د اېسواتیني سلطنت چې اوس افریقا کې یوازنی مطلقه سلطنت دی، د پاچا دریم مسواتي خور ده.
خو د زولو شاهي کورنۍ یو شمېر غړو د نائب السلطنه په توګه د مېرمن مانتفومبي د ټاکل کېدو په تړاو د پاچا زوېليتیني د وصیت د حقیقت په اړه پوښتنې او حقوقي ادعا راپورته کړې وه.
زولو شاهي کورنۍ په سویلي افریقا کې رسمي سیاسي واک نه لري او رول یې تر ډېره تشریفاتي دی.
ملکه لامیني مانتفومبي څوک وه؟

د عکس سرچینه، AFP
- ملکه مادلامیني په بله شاهي کورنۍ کې را لویه شوې او له همدې کبله یې د پاچا په ښځو کې لوړ مقام درلود.
- هغه د اېسواتیني سلطنت چې دمګړۍ افریقا کې یوازنی مطلقه سلطنت دی، د پاچا دریم مسواتي خور ده.
- د سویلي افریقا د رسنیو له مخې ملکه مادلامیني پاچا ګوډویل سره له واده اته ماشومان لري چې پنځه یې زامن دی.
- د دوی مشر زوی شهزاده مېزوزولو ۴۷ کلن دی او رپوټونه یې د پاچاهۍ لپاره تر ټولو مخکښ کاندید ګڼي.




















