تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسامه بن لادن؛ تر مرګ ۱۰ کاله وروسته یې کوم میراث پاتې دی؟
د مې دویمه د پاکستان ایبټ اباد کې د امریکا د ځانګړو سمندري ځواکونو لخوا د القاعدې شبکې د بنسټګر او پخواني مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو له لسم تلین سره برابره ده، چې ویل شوي نوموړی "په نړۍ کې تر ټولو ډېر مطلوب ترهګر" و.
د امریکا لپاره دا ډېر پټ عملیات، چې د پاکستان د حکومت له خبرولو پرته یې وکړل، د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د غچ اخیستلو او ددې دوسیې د تړلو په معنا وو.
خو د پاکستان لپاره، دا عملیات سپکاوی او لوی سرخوږی و.
اسامه بن لادن څوک و؟
اسامه بن لادن د ۱۹۵۷ کال د مارچ پر ۱۰مه زیږېدلی، پلار یې د سعودي یو سوداګر او میلیاردر محمد بن لادن او مور یې د سوریې وه، چې د اسامه له زیږېدا وروسته مېړه طلاقه کړه، اسامه تر ۵۰ ډېر وروڼه او خویندې لرلې. اسامه ماشوم و چې پلار یې د الوتکې په یوه پېښه کې ومړ.
اسامه په ماشومتوب کې له فوټبال او پر اس سپرېدو سره مینه لرله، د بروس لي فلمونه به یې ډېر کتل، په اوړي کې به د خپلې مور ټاټوبي سوریې ته تله، غرونو ته به خوت او د یوې ترور له لور سره یې د مینه تار غځولی و.
په ځوانۍ کې یې چټک ګاډي ډېر خوښېدل، خپل موټر به یې په ډېرې چټکۍ چلاوه چې ان یوځل یې ټکر هم کړی. له ښاره لیرې بېدیا ته به د ذهني ارامتیا لپاره له خپلو ملګرو او اسونو سره تله.
اسامه په ۱۷ کلنۍ کې د خپلې خاله له لور سره واده وکړ، ویل کېږي چې نوموړی له پنځو مېرمنو لږترلږه ۲۳ ماشومان لري.
بن لادن شرمناک او عادي محصل و، ملکي انجنیري یې لوستلې، په ۱۹۷۹ کال پر افغانستان د پخواني شوروي تر یرغل وروسته پاکستان ته ولاړ.
ځینې رپوټونه وايي، هغه مهال یې د القاعده شبکې د بنسټ ډبره کېښوده چې روسان په افغانستان کې وو.
امریکایی لیکوال وايي، په ۱۹۸۸ کال د الوتکې په یوه پېښه کې د بن لادن د ناسکه ورور سالم مړینه سخت دریځۍ ته د اسامه د اوښتو لوی لامل و.
په ۱۹۹۰ کال خلیج، په تېره سعودي ته د امریکايي ځواکونو استول او مېشتېدل پر اسامه ښه ونه لګېدل او دا کار یې وغانده. دا ځواکونه له کویت نه د عراقي ځواکونو د شړلو لپاره استول شوي وو.
بن لادن پر دې اند و چې اسلامي نړۍ "د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ترهګرۍ قرباني" ده.
همدا وو چې بن لادن د امریکا پرضد د جهاد ناره پورته کړه، خو هغه مهال امریکا په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ښکېلاک پر وړاندې د افغانانو له مقاومت سره میلیاردونه ډالر مرسته وکړه، اسامه بن لادن هم د افغان مجاهدینو په لیکو کې جنګېده.
د ۲۰۱۱ کال د مې پر دویمه، د امریکا ځانګړو ځواکونو د پاکستان ایبټ اباد کې پر هغه کور برید وکړ چې اسامه پکې اوسېده او هغه یې وواژه.
اسامه د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد یوازې ۵۰ کیلومتره لیرې اوسېده، خو ایبټ اباد کې د پاکستان د پوځي اکاډیمۍ له سترګو ډېر لیرې او پنا نه و.
د اسامه له وژل کېدا لس کاله تېر شوي، خو لاهم جهادي ډلې او القاعده خپل فعالیتونه لري.
"د میراث غصبول"
تېر کلونه کابو په هره قاره کې د سخت دریځو د بریدونو شاهدان وو، په اروپا او امریکا، منځني ختیځ، سوېل ختیځ اسیا او افریقا کې.
د بي بي سي د امنیتي چارو د خبریال فرانک ګارډنر د څو کلونو مخکې دا پوښتنه چې د بن لادن میراث - که پاتې وي- څومره پر نړۍ اغېز کولی شي؟
د اسیا او ارام سمندر د فکري مؤسسې ساجن ګوهېل وايي: "د بن. لادن وژلو یو میراث پرېښود... تر یوه حده دا میراث اسلامي دولت نومې ډلې غصب کړ او تر خپل قلمرو بهر یې ترهګریز بریدونه پیل کړل".
د ډېرو لپاره، له ۱۹۸۹ تر ۲۰۱۱ پورې د اسامه بن لادن ۲۲ کلونه ښايي د سخت دریځې ایډیالوژۍ له اړخه د اسلامي دولت نومې ډلې له اوسنۍ تګلارې سره چندان توپیر ونه لري.
القاعده شبکه او اسلامي دولت نومې ډله دواړه سخت دریځې دي او هره بله سني ډله یا شخص چې له دوی سره غاړه یو نه سي، دوی یې له اسلامه وتلې ګڼي.
دواړو ډلو ځانمرګي بریدونه کړي او د یوه تکتیک په توګه په ډله ییز ډول ولسي وګړي وژني، دیموکراسي کفري نظام ګڼي چې له اسلامي شریعت سره هېڅ اړخ نه لګوي.
اوږدمهاله تګلاره
خو دواړې ډلې توپیر هم سره لري، که بن لادن (ابو عبدالله؛ لکه پلویان یې چې بولي) ژوندی وای، ارومرو به د اسلامي دولت نومې ډلې له تکتیکونو او خوځښتونو سره په اختلاف کې وای.
بن لادن د عقل زیږنده پر اوږدمهالې تګلارې تکیه نه کوله چې نورو نسلونو ته هم ولېږدي، هغه فکر کاوه چې د سپتمبر د ۱۱ بریدونه به د امریکا او لوېدیځ د کمزوري کولو لامل وګرځي او په دې سره به په منځني ختیځ کې د سیکولر عربي نظامو له ملاتړه لاس واخلي او دا کار به په پای کې واک ته د جهادي ډلو رسېدو او اسلامي خلافت جوړېدو لپاره لاره هواره کړي.
ابن لادن پر دې اند و چې ښايي دا کار لسیزې وخت ونیسي او ان دده په ژوند کې کېدای شي شاید رامنځ ته نه شي.
تر مرګ مخکې، داسې نښې وې چې ګنې اسامه بن لادن او پاکستان کې د القاعدې مشرتابه په عراق کې د القاعدې د څانګې - چې وروسته اسلامي دولت ډله ترې جوړه شوه- له حده ډېر تاوتریخوالي سره اختلاف درلود.
ګوهېل وايي: "اسلامي دولت نومې ډلې قصداً سني مسلمانان (ښځې او ماشومان) وژل، په سعودي کې یې ځینې جوماتونه والوځول چې په یوه اندازه سني او شیعه ګان ووژني".
دی زیاتوي: "اسلامي دولت نومې ډله په جرمي فعالیتونو کې- لکه د انسانانو او ماشومانو قاچاق او سوداګري- هم ښکېله وه، ددې ډلې دروازه د ښځینه جنګیالیو ګومارلو لپاره تل پرانیستې وه، له دې ټولو سره القاعده شبکې مخالفت درلود".
د ۲۰۱۱ کال د مې پر دویمه د اسامه له وژل کېدا څو کاله وروسته، تاریخپوهانو القاعده شبکه نژدې له منځه تللې بللې ده.
خو مشر یې ایمن الظواهري هومره جذاب شخصیت نه لري چې پر نورو اغېز وکړي او نوي کسان ورجذب کړي.
د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکاي استخباراتو (سي ای اې) د بې پیلوټه الوتکو د لانجمنو بریدونو ډېرېدو د بن لادن ملګري تل په ازمېښت کې کړل او د لندن د چاودنو په څېر د بریدونو لپاره یې ددې شبکې پلانونه کمزوري کړل.
خو په سومالیا کې د الشباب او په یمن کې د القاعده په څېر فرعي څانګو په انفرادي ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.
د سپتمبر د ۱۱ له بریدونو ۲۰ کاله وروسته، اوس امریکا له افغانستانه د پاتې پوځیانو ایستل پیل کړي، چې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پرمهال له ترهګرۍ سره د مبارزې مشر ریچرډ کلارک په وینا، د نړۍ پر تر ټولو لوی ځواک د بن لادن ګوزار "افغانستان کې د وینې تویېدو او اوږدې جګړې پیلېدو لامل شو".
وروستی وصیت
د بن لادن د وروستیو ویناوو او اسنادو له برملا کېدا وروسته په ډاګه شوه چې هغه تر خپل مرګ وروسته د شتمنۍ او ملکیت د وېشلو وصیت کړی و چې ډېره برخه شتمني به یې د نړیوال جهاد پر دوام لګول کېږي.
دا وینا د هغو ۱۱۳ اسنادو یوه برخه ده چې د بن لادن پر پټنځای د امریکا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ترلاسه شوي دي.
د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، ښايي دا د بن لادن وروستی وصیت وي.
اې بي سي تلوېزیون او رویټرز خبري اژانس په ځانګړې توګه دغه اسناد ترلاسه کړي او له عربي ژبې یې انګلیسي ته ژباړلي، همدا ده چې د امریکا څارګرو ادارو یې د ۲۰۱۵ کال له مې میاشتې راهیسې محرمیت لیرې کړ.