تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورځپاڼې: "د اسامه بن لادن په وژلو کې امریکا له پاکستان سره دوکه وکړه"
هندۍ ټايمز اف انډيا ورځپاڼې د پاکستاني پوځ د وياند جنرال اصف غفور هغه څرګندونې مهمې بللې چې وايي، امريکا ٢٠١١ میلادي کال کې د پاکستان له خبرولو پرته پر اوسامه بن لادن په بريد کولو له دغه هېواد سره دوکه کړې.
جنرال غفور ويلي، د پاکستان استخباراتي همکارۍ د بن لادن په موندلو کې مرسته وکړه.
د ښاغلي غفور په وينا دوى يوه ټيليفوني مکالمه ثبت کړه او جزييات يې له امريکا سره شريک کړل او همدې ټيلیفوني خبرو د اوسامه بن لادن وژنې ته لار هواره کړه.
د پاکستان د پوځ وياند ويلي، امريکا د عملياتو پرمهال د پاکستان په نه خبرولو په يوه ډول درغلى وکړه.
ټایمز
امريکايۍ ټايمز مجلې ليکلي چې د امريکا بهرنيو چارو وزيرمايک پومپيو د افغان سولې خطرناک تړون له لاسليکولو ډډه کړې.
مجله وايي، لوړ پوړو افغان، امريکايي او اروپايي چارواکو ورته دا خبره کړې.
د ټايمزپه وينا ټاکلې وه د امريکا دفاع وزير مارک اېسپر د سېپټمبر په درېيمه له ولسمشر ټرمپ سره وګوري او د دغه تړون په تړاو خبرې وکړي.
مجلې د ولسمشر ټرمپ ادارې د لوړ پوړو غړو په وينا ليکلي، که ولسمشر ټرمپ دا تړون ومني نو معامله به وروستۍ شي.
دغو لوړ پوړو چارواکو چې نومونه يې نه دي اخېستل شوي مجلې ته ويلي، دغه تړون کې د ځينو مهمو مسلو په اړه ډاډ نه دى ورکړل شوى، لکه:
- د القاعدې پر وړاندې جګړې لپاره د امريکايي ترهګرۍ ضد ځواکونو د شتون دوام
- افغانستان کې د امريکا ملاتړي حکومت د واکمنۍ پرځاى پاتېدل
- او ان دا تړون افغانستان کې د جګړې د ختمېدو ډاډ نه ورکوي او دا ټول پر هيلو ولاړ دي
مجله وايي، له دې ښايي دا څرګنده شي چې ولې ښاغلى پومپيو نه غواړي چې پر دغه تړون د ده نوم وليکل شي.
مجلې د دغو چارواکو په وينا دا هم دا هم ليکلي چې طالبانو له پومپيو غوښتي چې د افغانستان اسلامي امارت په نامه دوى سره تړون لاسليک کړي.
افغان چارواکو ويلي، د دغه راز تړون لاسليک کول به د يوه مشروع سياسي جوړښت په توګه د طالبانو په رسميت پېژندو په مانا وي.
مجله وايي، د ښاغلي پومپيو دفتر په دې تړاو له څرګندونو ډډه کړې.
مجله وايي، بديله لار دا ده چې ښاغلى خليلزاد يې په خپله لاسليک کړي او يا طالبان او امريکا يوازې يوه ګډه اعلاميه خپره کړي چې د افغان حکومت او يو شمېر نورو هېوادونو له لوري يې "رسما" ملاتړ وشي.
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي، امريکا د افغان سولې د معاملې په تړاو له خپلو اروپايي متحدينو سره خبرې کوي.
ورځپاڼه وايي، د امريکا دفاع وزير مارک اېسپر پرون اروپا کې د امريکا د متحدو هېوادونو چارواکو ته له طالبانو سره د يوې رادبره کېدونکي سولې تړون په تړاو د معلوماتو ورکړه پيل کړه، خو د ورځپاڼې په وينا ښاغلي اېسپر هغوى ته دا وويل چې وروستۍ هوکړه لا نه ده شوې او د ده په وينا خبرې اترې اوس هم په يوه ډول روانې دي.
ښاغلي اېسپر يو ځل بيا ټينګار کړى چې تر ټولو ښه لار د سولې يوې سمې معاملې ته رسېدل دي، داسې يو سياسي تړون چې تل پاتې پايلې ولري.
ګلف نیوز
ګلف نيوز وايي، امريکايي پوليسو د مشهورې سندرغاړې "ټېلر سوېفت" کور کې غل نيولى چې د غلا پر وخت يې بوټان له پښو ايستلي و.
پوليس وايي، کله چې يې دغه ٢٦ کلن سړی وپوښت ولې يې خپل بوټان ايستلي و؟ نو هغه په ځواب کې ويلي تل ورته دا ښوونه شوې چې کله د چا کور ته ننوځي نو د ادب رعايتولو لپاره بايد خپل بوټان وباسي.