پاکستاني پلاوي کابل کې له افغان چارواکو سره خبرې پیل کړې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

افغانستان او پاکستان نن یکشنبه په کابل کې پر افغان سوله، سوداګرۍ او نورو دوه اړخیزه اړیکو د لوړې کچې دوه ورځنۍ خبرې پیل کړې.

دې خبروکې ګډون لپاره افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان په مشرۍ یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی یکشنبه کابل ته رسېدلی.

یاد پلاوي یکشنبه کابل کې په دریو جلا ناستو کې د افغانستان بهرنیو چارو او ملي امنیت شورا له چارواکو او د پاکستان لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني له ځانګړي استازي عمر داودزي سره کتلي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق خان وړاندې لیکلي وو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي استانبول کې د افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغان سولې په تړاو مهمې خبرې درلودې.

تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب وویل، د پاکستان یو پلاوی کابل ته "راروان دی."

ښاغلي محب وویل دا پاکستانی پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ څه موده وړاندې بحرین کې د لیدنو د پیل شوې لړۍ په دوام کابل ته راځي.

نوموړي دا هم ویلي وو چې په دغو خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو په حل او تخنیکي مسایلو بحثونه کېږي.

ښاغلی محب وايي: "موږ تل ویلي چې باید پاکستان سره ستونزه حل شي. لاسپوڅي یې ښايي هر ډول ادعا ولري، خو واقعیت له سترګو پناه نه دی."

کابل ته د پاکستاني پلاوي تر رسېدا وروسته د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر ټوېټر لیکلي، "د پاکستان له لوري د امونیم نایټریټ کارول او پوځي چاودېدونکو توکو رسول طالبانو ته د لا ډېر تولید او د سړک غاړې ماینونو د جوړولو لا ډېره وړتیا ورکړې. دا وژونکې وسلې په اسانۍ ولسي وګړي وژل شي چې د بشریت پر ضد جرم دی".

ښاغلي صالح پر یوناما او ملګرو ملتونو غږ کړی چې په دې اړه دې خپل غږ اوچت کړي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر په اړه د ولسمشر غني د ځانګړي استازي څرګندونې

د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داووزي بي بي سي سره ځانګړې مرکه کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر په راتلونکې کې د "لویو هوکړو " لپاره مهم وباله.

ښاغلي داوودزي وویل دا یو "مذاکراتي او تخنیکي پلاوی " دی چې د مسلو پر عمق او جزئیات بحث کوي او د " لویو تفاهمونو " لپاره لاره هواروي.

هغه وویل چې دې خبرو کې د افغان سوله یوه مهمه مسله ده او پاکستان دې برخه کې مهم رول لوبولی شي. ښاغلي داوودزي ټېنګار وکړ چې په کار ده د "همکارۍ یو چتر " رامنځته شي او د هغه په سیوري کې پاکستان "ټېنګه او لازمه " مرسته وکړي.

د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي وویل افغانستان له پاکستان غواړي چې طالبان قانع کړي چې اوربند وکړي او د سولې معنا لرونکې خبرې وشي.

ښاغلي داوودزي وویل : " پاکستان باید افغانستان دا ثابته کړي چې رښتیني او جدي مرسته کوي او نتیجه به یې انشاء الله ژر راووځي ".

څو ورځې وړاندې افغانستان ته د پاکستان د پارلمان یو جګپوړی پلاوی را روان و، چې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر د تړل کېدو له امله وځنډېد.

د پاکستان د پارلمان مشر اسد قیصر په مشرۍ دغه پلاوی د دریو ورځو لپاره افغانستان ته راته. افغان چارواکو د هوايي ډګر د تړل کېدو لامل هوايي ډګر کې د پخوانیو باروتو شنډول بللي وو چې په وینا یې د یاد پلاوي الوتکې ته د نه کېناستو خبره شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي وو، د دې سفر موخه د اختلافونو هوارول پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کول وو.

کابل ته د پاکستان دا پلاوی داسې مهال سفر کوي، چې له وسله والو طالبانو سره په قطر کې د افغان حکومت د سولې مذاکرات درېدلي دي.

په پام کې وه چې د روانې اپرېل میاشتې په وروستیو کې استانبول کې د افغان سولې په تړاو کنفرانس جوړ شي، خو دا چې طالبانو وویل، تر هغو چې بهرني ځواکونه نه وي وتلي، دوی د سولې خبرې نه کوي.