ولسمشر غني د ځینو پاکستاني بندیانو د بښلو او خوشي کولو امر کړی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغه فرمان هر کلی کړی چې له مخې به یې هغه پاکستاني زندانیان خوشې کیږي چې د بند یوه میاشت یې پاتې وي او یا یې د بند موده بشپړه شوې وي خو د نغدي ناغې یا جریمې د ورکولو توان نه لري

منصور احمد خان پر ټویټر پاڼه یوه بیان کې د دې فرمان د هرکلي ترڅنګه هغه یو "یو بشر دوستانه ګام بللی دی".

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم په یوه ټویټ کې د افغان ولسمشر مننه کړې چې د ځینو پاکستاني وګړو د خوشې کولو فرمان یې صادر کړی دی.

دا فرمان کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له سفر او له ولسمشر غني سره تر لیدو یوه ورځ وړاندې ورکړل شوی دی.

په ورته وخت کې، د افغانستان د زندانونو د تنظیم چارو مشر فرهاد بایاني بي بي سي ته ددغه فرمان صادرېدلو سربېره ویلي، ددغو بندیانو د دوسیو په اړه کار پیل شوی چې څومره پاکستاني بندیانو د خوشي کېدو شرطونه پوره کړي دي.

د دغه فرمان له مخې، دوه ډوله پاکستاني بندیان خوشي کېدونکي دي، یو هغه چې د بند موده یې یوه میاشت پاتې وي او پاتې بند به یې بښل کېږي، بل هغه چې د بند موده یې بشپړه کړې خو د نغدي جریمې نه ورکولو له کبله لا هم زندان کې دي، چې دوی به هم بښل کېږي.

د دغه فرمان په اړه بېلابېل غبرګونونه راغلي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د ولسمشر ددغه فرمان په اړه اندېښنه ښودلې او وایي چې له مخې به یې "سلګونه پاکستاني ترهګر" خوشي شي.

ښاغلي نبیل پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي : "ډاډه یم چې اسلم فاروقي او سلګونه نور پاکستاني ترهګر به، چې زموږ زرګونه هېوادوال یې شهیدان کړي، ای اېس ای ته به د بډو ورکولو [له کبله]خوشي شي".

اسلم فاروقي چې په عبد الله اورکزي مشهور دی د داعش ډلې مشر وو چې شاوخوا ته میاشتې وړاندې له ۱۹ وسله والو سره افغان ځواکونو ونیوه.

شپږ کاله وړاندې، امریکايي چارواکو اعلان وکړ، چې له بګرام زندان یې ۱۲ بهرني بندیان خوشي کړي، چې یو پکې فرانسوی، بل د کویت او لس پاکستانیان وو.

هغه وخت د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا کانګرس ته به یوه لیک کې ویلي وو، له دوی سره د بګرام زندان په ۳۸ بهرنیو بندیانو کې پاکستانیان، تونسیان، ‌روسان او یمنیان هم شته.

په ۲۰۰۴ کال، افغانستان هغه ۴۹ پاکستاني بندیان خوشي کړي وو،‌ چې د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته د شمالي ټلوالې اورپکو نیولي وو.

دغه بندیان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال افغانستان ته د جګړې لپاره راغلي او د طالبانو په لیکو کې جنګېدل.

وروسته افغان چارواکو ویلي وو، دا څلورم ځل دی چې افغانستان کې پاکستاني بندیان خوشي کېږي.

دا بندیان افغانستان ته د پاکستان د هغه وخت د لومړي وزیر میر ظفرالله تر یوه ورځني وروسته خوشي شوي وو، چې د نوموړي له سفر سره هم مهاله پاکستان هم ۱۴۹ افغان بندیان خوشي کړي وو.

په ۲۰۱۳ کال، اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر داودزي ویلي وو، پاکستان له افغانستانه خپل طالب بندیان غواړي، خو افغانستان ته له طالب بندیان سپارلو څخه په دې دلیل انکاري دي، چې افغانستان سره یې د بندیانو د سپارلو کوم تړون نه شته.

په ۲۰۱۲ کال، پاکستان ته د افغانستان د سولې عالي شورا له ورغلي پلاوي سره د یوشمېر طالب بندي مشرانو پر خوشي کولو هوکړه کړې وه.

هغه مهال ځینو افغان سرچینو بي بي سي ته ویلي وو، له پاکستاني زندانونو څخه په خوشي کېدونکو طالب مشرانو کې د طالبانو د واکمنۍ د عدلیې وزیر ملا ترابي هم و.