د ولسي جرګې مشر له طالبانو د ترکیې ناسته کې د ګډون غوښتنه وکړه

د خپرېدو وخت

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني نن دوشنبه (د اپرې ۱۹) د دې جرګې عمومي غونډې ته وویل د افغانستان د سولې په تړاو د استانبول کنفرانس ترسره کېږي او د افغانستان د جګړې د پای هیلې یې راټوکولې دي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره له رامنځ ته شوي فرصت ګټه واخلي:

"د افغانستان ولس او ولسي جرګه دا ناسته مهم چانس بولي. موږ له طالبانو غواړو چې دې ناسته کې ګډون وکړي. خپلې غوښتنې وړاندې کړي او له دې فرصت د افغانستان د خلکو په ګټه استفاده وکړي. موږ د سیمې له اغېزناکو هېوادونو او ملګرو ملتونو هم غواړو چې د دې ناستې درشل کې طالبان پکې ګډون ته وهڅوي."

ښاغلي رحماني زیاته کړه چې د کورنۍ، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع رامنځ ته کېدو دا هیلې ډېرې کړې چې د افغانستان د سولې مذاکرات به پایله ولري.

د ولسي جرګې مشر د نظام خوندیتوب، اساسي قانون، مدني ارزښتونه او ازادي د افغانستان مهمې لاسته راوړنې وبللې او ټینګار یې وکړ چې د دغو ارزښتونو ساتل کېده د ټولو خواو په ګټه دي.

د چین د همکارۍ ژمنه

له دې سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب کابل کې د چین له سفیر سره لیدلي او د افغانستان د سولې پروسې په وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

ښاغلي ناب په دې لیدنه کې همدا راز د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له امریکا او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د همکاریو د نوي باب د پیل په اړه غږېدلی دی.

د چین سفیر دې لیدنه کې افغانستان کې د سولې د ټینګښت برخه کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د استانبول کنفرانس به د اپریل په ۲۴مه یعنې تر راتلونکو پنځو ورځو پیل شي.

خو طالبانو ویلي تر هغه چې بهرني ځواکونه له افغانستان نه وي وتلي، د افغانستان د سولې په تړاو هېڅ کنفرانس او غونډه کې ګډون نه کوي.

استانبول غونډه

دې ته په کتو چې طالبانو د استانبول کنفرانس کې له ګډون انکار کړی او د افغانستان حکومت هم تر دې دمه په دغه کنفرانس کې د ګډون پلاوي نوملړ نه دی اعلان کړی، د اپریل په ۲۴مه ددغه کنفرانس پیلېدل ستونزمن ښکاري.

د امریکا او طالبانو ترمنځ دوحه کې د لاسلیک شوي تړون له مخې ټاکلې وه چې ټول بهرني ځواکونه تر مۍ میاشتې وړاندې له افغانستان ووځي، خو واشنګټن اعلان وکړ چې د اپریل تر پای د ټولو ځواکونو ایستل له تخنیکي اړخه عملي نه دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن څو ورځې وړاندې وویل چې خپل ټول ځواکونه به د سپتمبر تر ۱۱مې له افغانستان وباسي. طالبانو هم د دغه اعلان هرکلی وکړ.

له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخامخ شوی.

په دې لړ کې تازه د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ویلي چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته هېڅوک د افغانستان راتلونکې نشي تضمینولی.

خو نوموړي دا ټینګار هم کړی چې امریکا به د افغانستان خاوره کې د ترهګرۍ ګواښونه تر کنټرول لاندې وساتي.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ وویل د افغانستان حکومت له تېرو دوو کلونو راهیسې دغو شرایطو ته بشپړ چمتووالی لري.