اسپانیا کې هغه سړی نیول شوی چې ۲۲ کسان یې پر کورونا اخته کړي

د عکس سرچینه، Reuters
اسپانیا کې هغه مشکوک سړی نیول شوی چې ګومان کېږي، ۲۲ کسان یې پر کورونا وېروس اخته کړي دي. ادعا شوې چې دغه ۴۰ کلن سړی په داسې حال کې له معمول سره سم دندې او جیم ته تللی چې تر ۱۰۴ درجو تبه یې درلوده او ټوخېده.
ویل کېږي نوموړی په ماجورکا سیمه کې په خپل کار ځای کې داسې حال کې ګرځېدلی چې ماسک یې هم لېرې کړی و او همکارانو ته یې ویل، چې غواړي دوی هم پر وېروس اخته کړي.
وروسته د دغه سړي د پنځو همکارانو او هغه جیم ته د پنځو ورتلونکو کسانو کورونا معاینات مثبت وختل چې دغه سړی ورغلی و.
د دغه سړي د کورنۍ ۱۴ نور کسان هم پر کورونا اخته شوي، چې درې یې یو کلن ماشومان دي. د شنبې پر ورځ اسپانوي پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه سړي له څو تېرو ورځو راهیسې د کورونا علامات درلودل، خو په ماناکور سیمه کې یې له کارځایه کور ته له تلو انکار کاوه.
یو ماښام نوموړي د کورونا یو چټکه معاینه کړې، خو داسې حال کې چې پایله یې لا نه وه تر لاسه کړې، پر بله ورځ جیم او کار ځای دواړو ته تللی و.
پولیس وايي، همکارانو یې کور ته د تلو مشوره ورکړې وه، خو دې سړي انکار کړی او د همکارانو په وینا یې وروسته یې ماسک لېرې کړ او ویې ویل: ''زه به تاسې ټول په کورونا وېروس اخته کړم. ''
پولیس چې له تېرې جنورۍ راهیسې د دې قضیې څېړنه کوي وايي، د دغه سړي د معاینې له مثبت راتلو وروسته یې همکاران 'هېښ ' شوي دي. د پولیسو په وینا پر کورونا د اخته شویو کسانو ناروغي جدي شوې نه ده.

















