تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمران خان: د فرانسې د سفیر شړل پخپله پاکستان ته تاوان رسوي
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، که دوی د فرانسې سفیر له دغه هیواده وهم باسي، نو دده په خبره تاوان به يې فرانسې ته نه، بلکې خپله پاکستان ته رسېږي.
عمران خان د تېرې اونۍ تر احتجاجونو او بلواو وروسته پاکستاني قام ته په وینا کې وویل، تحریک لبیک پاکستان ډله د اسلام له پېغمبر (ص) سره د مینې په نامه خپله پاکستان ته زیان رسوي.
ښاغلي خان په دې وینا کې وویل، د یادې ډلې په احتجاجونو کې څلور پولیس سرتېري وژل شوي او شاوخوا اته سوه نور ژوبل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د ده حکومت هم د اسلام د پېغمبر (ص) د سپکاوي پېښو د مخنیوي لپاره کار کوي، خو افسوس یې وکړ چې پاکستان کې ځینې کسان له دین سره د خلکو مینه د ناوړه مقصد لپاره کاروي.
عمران خان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پاکستان کې د تحریک لبیک مذهبي ډله له څو ورځو راهیسې له تاوتریخوالي ډک احتجاجونه کوي او له حکومت غواړي چې د فرانسې سفیر له هېواد وشړي.
دې احتجاجونو کې تر دې دمه څلور کسان وژل شوي، سلګونه ټپیان دي او ان یو شمېر پولیس هم د احتجاج کوونکو لخوا یرغمل شوي وو.
یرغمل شوي پولیس خوشي شول
د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د دوشنبې له پېشلمي وروسته ویډيو پیغام کې ویلي، تر بریالیو خبرو وروسته تحریک لبیک یرغمل امنیتي ځواکونه خوشي کړل.
د نوموړي په خبره، دغه بې قانونه غورځنګ د یکشنبې په ورځ دا پولیس په لاهور کې نیولي وو. نوموړی وايي، د حکومت او دې غورځنګ ترمنځ به د دوشنبې په ورځ د خبرو بل پړاو پیل شي.
د یکشنبې په ورځ د پولیسو ویاند وویل، د تحریک لبیک لاریونوالو ۱۲ پولیس تر نیولو وروسته یرغمل کړي او د رینجرز ځواکونو دوه سرتېري هم له دې غورځنګ سره دي.
خو تحریک لبیک پاکستان بیا وايي، پولیسو یې د پرلت د ختمولو لپاره عملیات کړي او د دوی یې دوه پلویان وژلي دي، خو چارواکو لاهم د دغې ادعا په هکله څه نه دي ویلي.
د پاکستان په لاهور ښار کې د تحریک لبیک پاکستان او پولیسو تر منځ اخو ډب دوشنبه هم روان و. د ټولنیزو رسنیو ويډيوګانو کې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ اخو ډب ښکاري او پکښې د ډزو ږغونه اورېدل کېږي.
په لاهور کې یکشنبه تر هغه وروسته حالات ترینګلي شوو، چې پولیسو او د تحریک لبیک پاکستان پلویانو پر یوه بل د لومړي برید تورونه پورې کړل.
د کاربندیز غوښتنه
بلې خواته د دغه هیواد یوه لوی مفتي منیب الرحمان په کراچۍ کې په یوه خبري غونډه کې تحریک لبیک پاکستان د غوښتنو ملاتړ کړی او نن دوشنبه يې په ټول ملک کې د کاربندیز اعلان هم کړی دی:
"د دوشنبې ورځ په ۱۹ اپرېل په ټول ملک کې د کاربندیز خواست کوو. موږ له تجارانو او موټروانانو خواست کوو، چې له موږ سره به همکاري وکړي. موږ له ټول اهل سنت څخه خواست کوو، چې دغه کاربندیز به سوله ييز وي او باید تاسو ټول سوله ييز پاته شئ. "
بلې خواته بیا په اسلام اباد کې مذهبپال سیاستوال مولانا فضل الرحمان د مذهبي ګوندونو د اتحاد یا متحده مجلس عمل په سیوري کې د تحریک لبیک پاکستان د غوښتنو ملاتړ اعلان کړ او تور يې پورې کړ، چې د پاکستان واکمنو دده په ټکیو ریاستي(دولتي) ترهګري پیل کړې ده:
"همداسې که په کشمیر کې کېږي، نو تاسو به وایاست چې د هند ریاستي ترهګري ده، همداسې که به فلسطین کې کېږي، نو بیا به وایاست چې د اسرایلو ریاستي ترهګري ده، نو بیا که د پاکستان ریاستي ادارې پر خپلو خلکو داسې مرمۍ وروي، نو ایا موږ به دې ته ریاستي ترهګري نه وایو. "
تحریک لبیک څه غواړي؟
تحریک لبیک پاکستان چې روانه اونۍ پرې د پاکستان حکومت بندیز لګولی، له تېرې دوشنبې راهیسې په ګڼو سیمو کې تر هغه وروسته په احتجاجونو او بلوا لاس پورې کړ، چې د لاهور پولیسو د دې غورځنګ مشر سعد رضوي ونیو.
تحریک لبیک پاکستان ډلې پلان لاره، چې د اپرېل پر شلمه د پلازمېنې اسلام اباد پر لور لاریون وکړي. دغه ډله د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي، چې په فرانسه کې د پېغمبر اسلام د سپکاوي پر ضد له دغه هیواده د فرانسې سفیر وایستل شي.
تحریک لبیک پاکستان د تېر کال نومبر کې له اوږدو احتجاجونو وروسته له پاکستان حکومت سره یوه هوکړه وکړه، چې له مخې به یې د پارلمان له منظورۍ وروسته حکومت دوو یا دریو میاشتو کې د فرانسې سفیر له دې هېواده شاړه.
د هغې هوکړې له نه عملي کېدو وروسته دې غورځنګ د سږ کال فبرورۍ کې له حکومت سره یوه بله هوکړه وکړه، چې له مخې یې د فرانسې سفیر شړلو لپاره حکومت ته د اپریل میاشتې تر ۲۰ پورې وخت ورکړل شو.
دا وروستیو کې د کورونا وبا سر بېره یاد ګوند اعلان وکړ چې که له اپریل ۲۰ مخکې د فرانسې سفیر له هېواده و نه شړل شي، دوی به د اسلام اباد پر لور لانګ مارچ یا ستر لاریون وکړي.