پاکستان کې د تحریک لبیک پرلت پای ته ورسېد

د خپرېدو وخت

اسلام اباد کې د تحریک لبیک پاکستان او حکومت ترمنځ له برياليو خبرو وروسته احتجاجي پرلت پای ته رسېدلی او احتجاجیان وايي، ټولې غوښتنې يې منل شوې دي. پوښتنه تر ډېره اوس دا هم کېږي، چې يوه سياسي او مذهبي ډله په دې ډول د پاکستان بهرنۍ تګلارې سره په تړاو خپلې غوښتنې تپلی شي. اوس که څه هم حکومتي پلاوي د احتجاجیانو غوښتنو د منلو په اړه لاسلیکونه کړي، خو ډېر یې بیا د هوکړې عملي کولو ته د شک په سترګه ګوري. خدای نور ناصر له پلازمېنې اسلام اباده نور حال راکوي.