فرانسې خپلو وګړو ته له پاکستانه د وتلو سپارښتنه وکړه

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

اسلام اباد کې د فرانسې سفارت وايي، خپلو وګړو ته یې د څه مودې لپاره له پاکستان د وتلو سپارښتنه کړې، چې کوم خطر ورته پېښ نه شي.

فرانسه دا ګام تر هغه وروسته اخلي، چې پاکستان کې له تېرو څو ورځو راهیسې د تحریک لبیک پلویانو احتجاجونه پیل کړي او په اخ و ډب کې يې لږ تر لږه دوه پولیس سرتېري وژل شوي دي.

په یوه برېښنالیک کې چې د فرانسې خبري اژانس اې ایف پي یې یوه کاپي لیدلې، فرانسې سفارت 'په پاکستان کې د فرانسې ګټو ته د جدي خطر ' یادونه کړې ده.

پاکستان کې څو میاشتې مخکې دا احتجاجونه له هغه وروسته پیل شول چې یوې فرانسوۍ مجلې د اسلام پیغمبر محمد (ص) کاریکاتورونه خپاره کړل.

د فرانسې حکومت د مجلې دفاع وکړه او له هغه وروسته په پاکستان کې لبیک یا رسول الله نومي ګوند پلویانو پراخې مظاهرې وکړې.

پاکستاني چارواکو د تېر کال نومبر کې د تحریک لبیک پاکستان له مشرانو سره چې د فرانسې پر ضد یې احتجاجونه کول، مذاکراتو کې د دوی دا غوښتنه منلې وه، چې له دغه هیواده به د فرانسې سفیر ایستل کېږي.

دغه تحریک هغه مهال فرانسه کې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي پر ضد احتجاجونه کول.

دوی د پاکستان له حکومته غوښتل، چې له فرانسې سره هر ډول اړیکي پرې او سفیر یې وشړي.

د تحریک لبیک پاکستان پلویانو له تېرې دوشنبې راهیسې بیا د دغه هېواد په ډېری لویو ښارونو کې تر هغه وروسته احتجاجونه پیل کړل، چې د لاهور پولیسو د دغه ګوند مشر سعد رضوي ونیو.

له دې سره د پاکستان مرکزي کابینې هغه لایحه تصویب کړې، چې کورنیو چارو وزارت تېره ورځ ورلېږلې او پر تحریک لبیک پاکستان ګوند د بندیز غوښتنه پکې شوې وه.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد پرون اسلام اباد کې رسنیو ته ویلي وو چې دا لایحه یې د پنجاب د ایالتي حکومت په غوښتنه مرکزي کابینې ته لېږلې ده.

د پنجاب ایالتي حکومت غوښتي وو چې پر تحریک لبیک پاکستان ګوند دې د ترهګرۍ د قانون له مخې بندیز ولګول شي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت او ځينې نورې سرچینې وايي، د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ مرکزي کابینې نن پنجشنبه دغه لایحه تصویب کړې او ژر به يې چارواکي خبرتیا خپره کړي.

اعتراض کوونکي وايي پولیسو ښاغلی رضوي د دې لپاره نیولی، چې چارواکي غواړي د اسلام اباد پر لور د دغه تحریک پلان شوی لاریون ناکام کړي.

تحریک لبیک پاکستان وړاندې پاکستاني چارواکو ته د اپرېل تر شلمې وخت ورکړی و چې له دوی سره کړې ژمنې عملي کړي.

دغه ګوند ویلي و که پر شویو ژمنو عمل و نه شي، نو د اپرېل پر ۲۰مه به د پلازمېنې پر لور لاریون اعلان کړي.