په متروکه د وهلو په شرط له زندانه خوشې کېدل

د عکس سرچینه، Social Media
د بشري حقونو فعالان وايي، په ایران کې سیاسي زندانۍ زهره سرو له زندانه د خوشې کېدو په بدل کې۷۳ دُرې یا متروکې وهل زغملي دي.
اغلې سرو، چې په انسټاګرام کې د ځینو خبرو د خپرولو په تړاو بندي او "په خپل کور کې د شرابو د ساتلو" له امله هم په دُرو وهلو محکومه شوې وه، خو دا حکم یې په نغدي جریمه بدل شو او خپله جرمانه یې پرې کړې وه.
د هرانا د رپوټ له مخې، "په دې سره چې د زندان د چارواکو په ټینګار په متروکه د وهلو حکم- چې پرته له وهلو له زندانه نه شوای خوشې کېدی، اجرا شو".
دا په وروستیو کلونو کې څووم ځل دی چې ایراني سیاسي بندیانو ته په متروکو وهلو سزا ورکول کېږي.
زهره سرو د تېر کال جنورۍ میاشت کې نیول شوې وه.
د انقلاب محکمې هغه "رهبرۍ ته د سپکاوي"، د نظام پر وړاندې د تبلیغاتو او "د ملي امنیت پر وړاندې د غونډو رابللو" له کبله مجرمه پېژندلې ده.
اغلې سرو پر دوه کاله او اته میاشتې بند سربېره، په "بسیج کې په څلورو میاشتو اغېزناک کار" او د "حجرات سورت د تفسیر په لوستلو" هم محکومه شوې ده.
په دُرو وهلو حکم یې د شرابو د ساتلو له کبله و.
په ځینو وختونو کې د قاضي په حکم د دُرو حکم په نغدي جریمه هم بدلېدای شي، چې د هرانا په وینا، د زهره سرو دوسیه هم له دې مواردو څخه ده.
د بشر حقونو فعالانو او نړیوالو بنسټونو په ایران کې له قضايي چارواکو څو ځلې غوښتي وو چې په متروکه د وهلو او د بدن د غړي غوڅولو په څېر تریخې او سپکوونکې سزاګانې پای ته ورسوي.
د ایران د قضائیه قوې مشر ابراهیم رئیسي څو کاله مخکې او ددې قوې د لومړي مرستیال د مقام په توګه ویلي وو: "د لاس غوڅولو حکم زموږ له لویو ویاړونو څخه دی".
ښاغلی رئیسي د ۱۳۶۷ کال دوبي کې د زرګونو سیاسي بندیانو د پټ اعدام او په ډله ییزه توګه د هغوی د خښلو له مسئولانو څخه دی.



















