د اوین زندان مخ ته د ایران د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښته

د عکس سرچینه، Twitter/Youtube
د ایران پلازمېنه تهران کې پولیسو د اوین زندان مخ ته هغه لاریونوال وهلي چې د خپلو بندیانو د خوشي کولو په اعتراض کې یې مظاهره کړې وه.
کله چې د سې شنبې په ورځ بیا د ایران د پارلمان یوه غړي وویل، وروستیو مظاهرو کې ۳۷۰۰ کسان نیول شوي او د یوه بل بندي وژل تایید شول، نو د اوین زندان مخ ته بیا خلکو لاریون وکړ.
د بند مخ ته اخیستل شوې ویډیو کې خلک شعارونه ور کوي: "ووېرېږئ، ووېرېږئ، موږ یو موټی یو".
په ورته مهال تهران کې چارواکي وايي، یوه بل بندي هم ځان وژلی دی.
له دې مخکې هم د یوه بندي د ځانوژنې خبره شوې، خو له شکونو سره مخ ده.
که څه هم ایراني چارواکي وايي، مظاهرو کې یې ۱۷۰۰ کسان نیولي، خو د پارلمان غړی محمود صادقي دا شمېر ۳۷۰۰ کسان ښيي.
وروستیو ورځو کې ځینې بندیان خوشي شوي دي، خو کره شمېر یې نشته.

د عکس سرچینه، .
نږدې دوه اونۍ وړاندې د ایران مشهد ښار کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو په اعتراض کې مظاهرې وشوې، خو په ور پسې ورځو کې د تهران په ګډون د ایران ډېرو ښارونو ته وغځېدې.
دې لاریونونو سیاسي بڼه خپله کړه او ځینې مظاهره چیانو د ایران د مذهبي نظام د پرځېدلو شعارونه ور کول.
دوی په مختلفو سیمو کې د ایران د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو او ځینې دیني مدرسو بریدونه وکړل.
چارواکي په دې مظاهرو کې د ۲۱ کسانو د وژنې خبره کوي.
تهران وايي، لاریونونه یې له منځه وړي، خو لا هم د اینستاګرام په څېر خواله رسنیو باندې بندیز دی.
د ایران مذهبي مشر امریکا، اسراییل او په اشارې سره سعودي عربستان دې مظاهرو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.
ایت الله علي خامنه یي د سې شنبې په ورځ وویل، د هغو لاریونوالو چې سمې غوښتنې لرې او هغې ډلې ترمنځ باید توپیر وشي، چې تخریبي هڅې یې کولې.
پر ایران د بندیزونو غوښتنه

د عکس سرچینه، Reuters
دې مظاهرو د نړۍ غبرګون هم وپاراوه، امریکا، اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو له ایراني چارواکو وغوښتل چې مظاهره چیان ونه ځپي.
د امریکا ولسي جرګې د پرېکړه لیک له مخې د ایراني لاریونوالو ځپل غندلي دي.
دوی له سپینې ماڼۍ غوښتي چې د ایران پر حکومت ځانګړي بندیزونه ولګوي.


















