میانمار کې مظاهرې؛ د وژل شویو شمېر له ۵ سوو پورته شو

د عکس سرچینه، Reuters
میانمار یا برما کې د امنیتي ځواکونو او مظاهره چیانو ترمنځ د نښتو په دوام دغه هېواد کې د وژل شویو ولسي وګړو شمېر لږترلږه ۵۱۰ ته ورسېد.
د دوشنبې په ورځ هم لاریونوال د میانمار مختلفو ښارونو کې د فبرورۍ د لومړۍ نېټې د پوځي کودتا پرضد سړکونو ته ووتل.
میانمار کې د سیاسي بندیانو مرستندوی ټولنې د دوشنبې په ورځ د ۱۴ نورو کسانو د وژل کېدو خبره وکړه.
دې ډلې وویل، اته کسان د پخوانۍ پلازمېنې یانګون ښار سوېلي څنډه دانګون کې ووژل شول.
د شاهدانو او یوه ویډیويي کلېپ له مخې، دانګون کې امنیتي ځواکونو له شګو ډکو بوجیو د له منځه وړلو لپاره له داسې وسلې کار اخیستی چې باور کېږي لاسبم دی.
سپینې ماڼۍ د ولسي وګړ وژنه بوږنوونکې بللې او د امنیتي ځواکونو ګام یې کلک غندلی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم د میانمار له پوځي قومندانانو غوښتي چې د لاریونوالو د وژلو او ځپلو مخه ونیسي.
حکومتي تلوېزون وايي، امنیتي ځواکونو د هغو "ځیږو ترهګرو" د تیت پرکولو لپاره د بلوا ضد وسله کارولې، چې ورانی یې کاوه.
یوه فعال رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې مینګین مرکزي ښار کې هم دوه کسان په ډزو وژل شوي دي.
له لږکیو وسلوالو د مرستې غوښتنه

د عکس سرچینه، Reuters
له بلې خوا د ملتونو عمومي اعتصاب کمېټه چې د روانو مظاهرو د برابرولو یوه اصلي ډله ده په فیسبوک کې پرانیستي لیک سره د میانمار د قومي لږکیو له وسلوالو غوښتي چې د پوځ د "ظلم" مقابل کې ولاړو کسانو مرسته وکړي.
دا ډله زیاتوي: "پکار ده دا قومي وسلوالې ډلې په ډله ییز ډول د خلکو ساتنه وکړي. "
د میانمار د قومي لږکیو وسلوال له کلونو راهیسې د میانمار مرکزي حکومت ضد جنګېږي، که څه هم له څه مودې راهیسې ډېری دغو ډلو اوربند منلی، خو وروستیو ورځو کې ځینې دې ډلو د میانمار په ختیځو او شمال ختیځو سیمو کې له پوځ سره نښتې کړې دي.
د دې اونۍ وروستیو کې د تایلند پولې ته نږدې د پوځ او- کارن ملي ټولنې- په نوم وسلوالو ترمنځ سخته نښته وشوه.
تایلنډ ته درې زره کسان اوښتل

د عکس سرچینه، EPA
ویل کېږي پر پوسته د وسلوالو برید او لسو کسانو وژل کېدو پسې د پوځ جېټ الوتکو سیمه بمبار کړه، چې له امله یې تر درې زرو کلیوال تایلنډ ته واوښتل.
د تایلنډ چارواکي دا رپوټ ردوي چې نږدې دوه زره کډوال یې میانمار ته په اوښتو مجبور کړي دي، خو تایلنډ کې یوه ځايي چارواکي وویل، د حکومت سیاست دا دی چې د کډوالو د را تګ او دوی ته د بهرنیو مرستدویانو د مرستې مخه ونیسي.
تایلنډ کې د انساني حقونو څارډلې یو فعال سونای فاسوک خپل ټوېټر کې لیکلي، "باید د تایلنډ د دې بې رحمه او بې قانونه ګام مخنیوي سملاسي وشي. "



















