کورونا وېروس او د زنداني مېرمنو کړاو؛ د یوې هندۍ ښځې کیسه

کورونا ویروس پرمهال د زنداني میرمنو حال

د عکس سرچینه، Amnesty International

د عکس تشریح، د واټن ساتلو د امکان نشتوالی په زندانونو کې یوه لویه ستونزه ده
د خپرېدو وخت

د زندان کوټې بوې کاوه. یو زوړ توشک راته راکړل شوی و. پرهغه توشک ویده کېدم چې پخوا ډېرو خلکو کارولی و. صفورا زرګر په زندان کې حېرانه وه او د کووېډ ناروغۍ حالات لا نورهم خراب کړي وو.

د ۲۰۲۰ کال اپریل میاشت وه، او د هند دا ۲۸ کلنه زده کونکې په اعتراضونو کې د ګډون له امله د پولیسو لخوا نیول شوې وه.

د کورونا له امله په ټول هېواد کې بندیزونه لګول شوي وو، او صفورا نه پوهېده چې د ډیلي په تیهار جېل کې به څرنګه خپل وخت تېروي. دا په سهېلي اسیا کې ترټولو لوی دوزخي زندان دی.

په زندان کې بندیزونه

صفورا بي بي سي ته ویل هلته د زندان په ټوله څانګه کې د لاس پاکولو د اوبلن صابون یواځې یو بوتل موجود و. ځینې تش بوتلونه هم وو خو هیڅکه ډک نه وو. د خپل شاوخوا ځای او وسایلو د پاکولو لپاره یې له خپل صابون څخه کار اخیسته.

هغه وايي کله چې زندان ته ننوتم د صابون نیمه ټوټه او د مخ پټولو لپاره یې په لاس جوړشوی مخ پټونی یا ماسک راکړ چې ټول بندیانو ته به ورکول کېده.

د نړۍ د نورو زندانونو په شان پدې زندان کې هم د ژوند شرایط ډېر ناوړه وو. د کورونا وبا د نړیوالې خپرېدنې وړاندې د هند په زندانونو کې د بندیانو شمېر ۱۱۸ سلنه او په تیهار زندان کې دا کچه ۱۷۵ سلنه وه. خو لا سخته داوه چې صفورا هغه مهال د درې میاشتو مېندواره وه.

په یواځې خونه کې بنديتوب

صفورا زرګر
د عکس تشریح، صفورا له ټولبندیز پلي کېدو وروسته ونیول شوه

صفورا وايي ما باید د اولټراسونډ معاینه کړې وای. له وحشت نه ډکه یوه تجربه وه- ډاکټر انو ماته لا کتل هم نه، د روغتون کارکونکو راته هیڅ پام نه کاوه.

صفورا فکرکوي ځکه چې بندي وه نوچا ورته پام نه کاوه، خو دا یوازې ددې د غمیزې پېل و.

هغه وايی کله چې د اولتراسونډ له معاینې بېرته راستنه شوه، د ۱۵ ورځو لپاره په یوه خونه کې یواځې بندي پاتې شوه او د یوه وړوکي سوري له لارې یې خواړه ورکول. "هیچا راسره خبرې نه کولې. تشناب پرځمکه تش د یوه سوري په بڼه دی".

د کوېډ- وېره

صفورا وايي له کله چې په زندان کې د یو څه ګرځېدو چانس ورته پېدا شو، نو له ساتونکو د کورونا ویروس د خپرېدو وېره هم ورته پېدا شوه، ځکه چې هغوی له زندانه بهر ته تګ راتګ کاوه. لدې سربېره په سلګونو ښځینه بندیانو د اوبو له یوه ځای څخه اوبه ترلاسه کولې ، ډېرې بندیانې به یوځاې راټولې وې او په پخلنځي او د خوراک په ځای کې به ګڼه ګوڼه وه.

ځنډېدلی عدالت

ډهلي کې زندان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې زندان کې له ځینو مېرمنو سره ماشومان هم زندان کې یو ځای اوسیږي

د کووېډ یوه بله اغېزه داوه چې د جنايي عدالت ټول بهیر ډېر وخت نیوه. بندیانو ته اجازه نه وه چې په منظمه توګه ورته یوڅوک د کتنې لپاره راشي، د قانوني مرستو لاسرسی هم ځنډېده. دا پدې معنا وه چې صفورا باید له خپل مدافع وکیل سره د کتنې لپاره ۲۰ ورځې انتظار اېستلی وای. ۱۵ ورځې وروسته یې د خپلې کورنۍ یو غړی لیدلی وو.

صفورا وېرېده چې په زندان کې به ماشوم وزېږوي.

په عادي حالاتوکې هم د زیاترو هېوادونو په زندانونو کې ګڼه ګوڼه وي، بنسټیزې اسانتیاوې کمې وي- مناسب خواړه، تشنابونه او روغتیايي اسانتیاوې ستونزمنې وي- خو د کورونا ویروس اضافي ستونزې رامنځته کړیدي.

د جزايي اصلاحاتو د نړیوالې موسسې اجرايي مدیره، اولیویا روپ، بي بي سي ته وویل: "په ډېرو هېوادوکې ښځې د پاکي صفايي کافي وسایلواو نورو ضروري شیانوته لاسرسی نلري". هغه وايي ډېرې بندیانې ښځې پدې برخه کې د خپلو کورنیو په مرستو متکي وي.

هغوی خپل ماشومان هم نشي لیدلای چې دا مور او ماشوم لپاره روحي پایلې هم درلودلای شي.

د بښنې نړیوال سازمان په یو راپور کې پر بندیانو د وبا اغېزو ته کتنه شوې او موندلي یې دي چې زیاتره هېوادونه په زندانونو کې د کوويډ ناروغي د خپرېدو د مخنیوي لپاره تګلارې نه لري اود هېوادونو د واکسین کولو په پلانونوکې د بندیانو یادونه نه کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان راپور وايي په نړۍ کې تقریبا ۱۱ ملیونه بندیان دي چې نږدې اووه لکه او ۴۱۰۰۰ یې ښځې یا نجونې دي.

خو زیاتره دا بندیان جنایتکاران ندي: "پدې کې هغه شکمن کسان هم شامل دي چې له محاکمې وړاندې یا د محاکمې په ترڅ کې بندیان شوي، د جنایت د مخنیونې په موخه توقیف شوي کسان، سیاسي فعالین، او ډېر ژورنالېستان هم پکې شامل دي".

نه بیانېدونکې وېره

د مدګسکر یو زندان

د عکس سرچینه، Amnesty International /Richard Burton

د عکس تشریح، د نړۍ لر او بر کې په زندانونو کې ګڼه ګوڼه یوه لویه ستونزه ده

یوه دغسې ژورنالېسته راهیلیسوا ارفاین نومېږي چې په مدګاسکار کې د حکومت مخالفینوته نژدې یوې ورځپاڼې خپرونکې ده. هغه وايي د کورونا وبا په اړه د حکومت د تګلارو په هکله د شکونو څرګندولو له امله نیول شوې وه.

هغ د هېواد پلازمېنې، په انتانیمورا زندان کې ۳۰ ورځې بندي وه، او د ۲۰۲۰ د می په څلورمه آزاده شوه.

د انتانیمورا زندان د ۸۰۰ کسانو لپاره جوړشوی و، خو د ۲۰۱۹ په وروستیوکې پکې ۴۰۰۰ کسان بندیان وه.

پراهیلیسوا بي بي سي ته وویل "په زندان کې د ګڼې ګوڼې له امله د ژوند شرایط ډېر سخت و. په یوه وړه خونه کې چې څلور متره یې سور او بر و موږ ۱۸ ښځې بندیانې و. پدې خونه کې کټونه نه و او پرځمکه ويدې کېدو".

د پاملرنې نشتوالی

د مدګسکر یو زندان

د عکس سرچینه، Amnesty International /Richard Burton

د عکس تشریح، د نړۍ لر او بر کې په زندانونو کې ګڼه ګوڼه یوه لویه ستونزه ده

د کورونا لپاره د هغې معاینه منفي وه. لدې امله خوښه وه خود ناروغۍ دخپرېدو وېره موجوده وه.

هغه وايي نوې بندیانې نه وې معاینه شوې نوځکه زه ډارېدمه. کله چې یوه بندۍ ناروغه شوه درمل او درملنه نه وه، امبولانس هم نه و چې روغتون ته یې ولیږدوي..

راهیلیسوا وايي مخ پټوني یا مسکونه نه و، د لاس پاکولو صابون هم نه و.

لاډېر خطر

مېرمن روپ وایي د ټولنې په پرتله په زندانونو کې پر ویروس د ښخو د اخته کېدو خطرلا ډېر دی- د نړۍ په ۲۲ هېوادوکې په زندانونوکې د بندیانو د شمېر کچه له ۲۰۰ سلنې زیاته ده.

هغه وايي په زندانونو کې د ښځو روغتیا معمولا دعادي خلکو په پرتله کمزورې وي او پر ویروس ژر اخته کېدای شي.

د بښنې نړیوال سازمان د راپور لیکونکې ، نېتسانېت بېلې وايي بندي شویو ښځوسره د چلن په اړه د ملګرو ملتونو د مقرراتو له مخې چې د بنکاک د مقرراتو په نامه هم یادېږي باید بندیانو ته په وړیا ډول د پاکي وسایل او اسانتیاوې برابرې کړل شي.

بیلي وايي هغو بندي ښځو لپاره چې مېندواره دي، ماشوم ته شېدې ورکوي، یا میاشتینۍ ناروغي لري باید په ځانګړي ډول اسانتیاوي برابرې شي.

د هغې له نظره حکومتونه باید دغه دلې خلکوته چې له ډېر خطر سره مخ دي د لومړیتوب حق ورکړي، د واکسین ورکولو په ګدون یې د ناروغیو د مخنیوي او علاج وسایل برابر کړي.