ولسمشر غني: موږ به تلپاتې سولې ته رسېږو

د ویډیو تشریح، اشرف غني: موږ به تلپاتې سولې ته رسېږو
د خپرېدو وخت

افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د ماتې ۳۲ کلیزې په مناسبت وینا کې ویلي، "موږ به سولې ته رسېږو، داسې تلپاتې سولې ته چې د هر افغان عزت پکې خوندي وي".

ښاغلي غني په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي، "پر همدې ورځ د افغانستان د مسلمان ملت د برحقه جهاد په نتیجه کې د وخت تر ټولو لوی او قدرتمن پوځ وروستی سرتېری د حیرتان له لارې زموږ د ګران هېواد له پاکې خاورې خارج شو او په دې سره د نړۍ یو ابر قدرت زموږ په خاوره کې خپل شکست ومانه".

ښاغلی غني وايي، له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ له وتلو سره د افغانستان نهه کلن اشغال پای ته ورسېد.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ کنفرانس او د ټولې ازادې نړۍ له خوا اشغال وبلل شو او دا حضور یې وغانده.

دی وايي، "دا چې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وتل مسئولانه نه وو او د هېواد د راتلونکې لپاره هېڅ تدبیر پام کې نه و نیول شوی، افغانستان یوې څو اړخیزې کورنۍ جګړې ته ورټېل وهل شو او په پایله کې یې د افغانستان امنیتي ځواکونه، ملي بنسټونه او زېربناوې ویجاړې وشې".

ښاغلی غني وايي، اوس هم د افغانستان د جګړې ختمېدو او سولې ته د رسېدو لپاره فرصت پیدا شوی دی.

پخواني مجاهدین او طالبان

حکمتیار او طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images/Taliban

د عکس تشریح، حکمتیار: د امریکا له وتلو سره دې هېڅوک مخالفت نه کوي/ طالبان: امریکا دې له افغانستانه ووځي

په کابل کې ځینو پخوانیو جهادي مشرانو هم د پخواني شوروي د وتلو د ورځې لمانغونډې لرلې.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دې غونډې ته وویل، د افغان سولې او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره باید هېڅوک مخالفت ونه ښيي.

ښاغلي حکمتیار د امریکا له ولسمشر جو بایډن وغوښتل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلان عملي کړي.

نوموړي وویل، جګړه د حل لاره نه ده، خو ډېر ټینګار یې پر لنډمهالي حکومت جوړېدو ورټول وو.

هغه دا ادعا هم وکړه، چې اوس افغانستان ته له وسلو ډک کانټینرونه راځي او هغو کسانو ته ورکول کېږي چې له طلبانو سره د جګړې او دښمنۍ مخینه لري.

حکمتیار وویل، که زموږ غوښتنې ونه منل شي، هوکړه عملي نه شوه، موږ به لوی لاریونونه پیل کړو.

بل خوا، د جمعیت اسلامي ګوند هم جلا غونډه جوړه کړې وه. یونس قانوني غونډې ته وویل، د سولې ارزښتناک فرصت راغلی.

وسله والو طالبانو د پخواني شوروي پوځیانو د وتلو د ورځې په مناسبت ویلي، پر افغانستان چې هر یرغلګر برید کړی، افغانان یې پر وړاندې راپورته شوي او هغوی ته یې ماتې ورکړې ده.

د طالبانو له ادرسه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، "د شوروي یرغلګرو د خروج ۳۲ مه کلیزه په داسې حال کې را رسېږي چې د افغانستان د اوسني اشغال د پای ته رسېدو او د اشغالګرو د خروج موضوع یو ځل بیا د رسنیو او عامه بحثونه د سر ټکی دی".

طالبانو یوځل بیا له امریکا غوښتي چې له افغانستانه ووځي.

پرون هم افغان طالبانو راتلونکې اونۍ د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې پر دې ټلوالې غږ کړی و چې افغانستان کې دې جګړې او اشغال ته دوام نه ورکوي،‌ ځکه دا نه د دې هېوادونو او نه یې هم د ولسونو په ګټه دي.