ناټو مشرانو ته د طالبانو پیغام: اشغال او د جګړې دوام د هېچا په ګټه نه دي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان طالبانو راتلونکې اوونۍ د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې پر دې ټلوالې غږ کړی چې افغانستان کې دې جګړې او اشغال ته دوام نه ورکوي، ځکه دا نه د دې هېوادونو او نه یې هم د ولسونو په ګټه دي.
طالبانو نن شنبه (۱۳ فبروري) رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویلي، د افغان کشالې یوازینی حل د دوحې تړون په عملي کېدو کې دی.
طالبان په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې ده ناټو هېوادونه راتلونکې اوونۍ خپله مهمه غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړي.
په عيني حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تازه ویلي دي چې طالبانو د مذاکراتو مېز د دې لپاره پراېښی دی چې په یوازې د واک ترلاسه کولو غوښتنه کوي. هغه وايي، افغان حکومت دې پایلې ته رسېدلی چې طالبان ټول واک غواړي او دوی په دې ډله نور باور نه لري.
نوموړی وايي، طالبان د پسرلنۍ جګړې لپاره چمتوالی نیسي او تور یې پورې کړ چې د همدې لپاره دغې ډلې په پاکستان کې غونډه کړې ده.
بل لور ته د ولسمشر جو بایډڼ په مشرۍ د امریکا نوې ادارې هم اعلان کړی چې له طالبانو سره خپلمنځي تړون ته به له سره کتنه کوي او غواړي پوه شي چې په دې تړون کې څه راغلي.
خو طالبانو خپله مفصله اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې دوی دې تړون ته ژمن دي او مقابل لوری هم باید پرې بشپړ عمل وکړي.
طالبانو د بېلګې په توګه د امریکایي چارواکو دا خبره یاده کړې چې په تېر یوه کال کې افغانستان کې هېڅ امریکایی سرتېری نه دی وژل شوی، او نه هم طالبانو د نورو کلونو په څېر دا ځل پسرلني عملیات اعلان کړي.
طالبان وایي، دا هر څه ښیي چې دوی د دوحې تړون ته په جدي توګه ژمن دي.
د بندیانو د خلاصون او د "تور لېست" موضوع

د عکس سرچینه، EPA
طالبانو خپله اعلامیه کې ویلي، د دوحې له تړون سره سم ټاکل شوې وه چې په درېیو میاشتو کې د دوی ټول بندیان خوشي شي، خو دا چاره تر اوسه نه ده ترسره شوې.
اعلامیه کې همدا راز راغلي چې باید د طالبانو مشران د ملګرو ملتونو له "تور لېست" او د جایزو له لېسته ایستل شوي وای، خو لا هم په دې لېست کې دي.
یاده ډله تور لګوي چې افغان حکومت تېر یوه کال کې د دوی پر وسله والو بیا بیا بریدونه کړي، او ځینې مواردو کې ان بهرنیو ځواکونو هم د دوحې تړون نه په سرغړونې د دوی پر ضد بمبارۍ کړې دي.
طالبان پر داسې مهال د خپلو بندیانو د نه خلاصېدو یادونه کوي چې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ځینو طالب بندیانو په تړاو د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د خپلې یوې جنجالي کتنې جزییات په ډاګه کړي.
ښاغلي دانش د جمعې پر ورځ کابل کې یوې غونډې ته وویل، زلمي خلیلزاد افغان مشرانو ته ګواښ کړی و چې که د طالبانو ۴۰۰ بندیان خوشي نشي نو په افغانستان کې به تاوتریخوالی ډېر شي.
دا د طالبانو هغه ناندریز بندیان وو، چې افغان دولت یې خوشي کولو سره مخالفت کړی و، خو وروسته یې د لویې جرګې په سپارښتنه پرېښودل.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ګڼو نورو جګپوړو چارواکو بیا بیا تور لګولی چې د حکومت له بنده د خوشي شویو طالب بندیانو لویه برخه بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.
خو طالبان دا تور ردوي او ټینګار کوي چې له بنده خوشي شوي غړي یې په خپلو کورونو کې ناست دي.





















