امریکا روسیه کې د لاریونوالو نیول وغندل

روسیه، نوالني، مظاهري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ټوله روسیه کې د مخالف سیاستوال الیکسي نوالني په پلوئ تازه مظاهرو کې څه باندې ۳۰۰۰ کسان نیول شوي دي.
د خپرېدو وخت

د امریکا بهرنیو چارو وزارت روسیه کې د حکومت ضد مظاهرو کې د خلکو نیول غندي او د فساد ضد فعال الیکسي نوالني او د هغه د ملاتړو خوشي کېدل غواړي.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د یکشنبې په ورځ ټوېټر کې لیکلي: ''روسیه کې له سوله ییزو مظاهره چیانو او خبریالانو سره پرلپسې تاوتریخوالی غندم. ''

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د امریکا دې ګام ته په ځواب کې واشنګټن د روسیې په کورنیو چارو کې ''په لاسوهنه او د مظاهرو پیلولو لپاره د خواله رسنیو په کارولو'' تورنوي.

روسیه کې د زنداني شوي مخالف سیاستوال الیکسي نوالني په پلوۍ نویو لاریونونو کې پرون د ښاغلي نوالني د میرمنې په ګډون څه باندې پنځه زره کسان نیول شوي دي.

وروستي رپوټونه وايي، له څو ګړیو وروسته د ښاغلي نوالني مېرمن یولیا نوالنیا خوشې شوه.

پولیس دا مظاهرې بې قانونه بولي او د کورونا وېروس د خپرېدو د خطر خبرداری هم ور کوي.

مسکو کې پولیسو د مېترو تمځي تړلي او پر کرځېدو یې محدودیت لګولی دی.

ښاغلی نوالني تېر دوبی په زهرجنو کیمیاوي توکو د مسمومېدو له کبله جرمني کې له پنځه میاشتې درملنې وروسته روانه میاشت مسکو ته ستون خو هلته ونیول شو.

روسي چارواکي د نوموړي د نیولو دلیل د خپلې مشروطه ازادۍ له اصولو سرغړونه بولي، خو ۴۴ کلن نوالني وايي، ځکه نیول شوی چې غږ یې غلی شي.

روسي چارواکو د نوالني د ملاتړو د لاریون له کبله مسکو کې مېټروګانې تړلې او په ښار کې تګ راتګ څاري.

ولادي وستوک کې د دې کس په ګډون ډېر لاریونوال نیول شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ولادي وستوک کې د دې کس په ګډون ډېر لاریونوال نیول شوي دي.

مسکو کې ګڼ رسټورانټونه تړل شوي او د خلکو پر تګ راتګ هم بندیز لګول شوی دی.

د تېرې اوونۍ یکشنبه هم د روسیې لر و بر کې سلګونه زره خلکو د ښاغلي نوالني - چې د ولادیمیر پوتین په ګډون د ځینو چارواکو منتقد او مخالف دی، د نیولو پرضد اعتراض وکړ.

د تېرې یکشنبې ورځې د لاریونونو پرمهال هم تر ۴۰۰۰ ډېر کسان نیول شوي وو.

اټکل دی چې د پولیسو پر خبراوي سربېره د یکشنبې په ورځ هم معترضان راغونډ شي. اوس مسکو کې د سړوښې کچه منفي ۵۲ ده، خو تېره اونۍ پر سړې هوا سربېره معترضان واټونو ته راوتلي وو.

د ښاغلي نوالني ګڼ ملاتړي فعالان هم نیول شوي او د هغه د ورور او یوې مشهورې فعالې ماریا الیوخینا په ګډون ځینې نور په کورني بند کې ساتل شوي دي.

ښاغلی نوالني چې د اعصابو په زهرو مسموم شوی و او جرمني کې یې درلمنه کېده، د جنورۍ پر ۱۷مه روسیې ته راستون شو.

پر هغه تور دی چې د فساد په تړاو د هغه په حق کې د محکمې د حکم ځنډولو پرمهال نوموړي پولیسو ته په منظم ډول د خپل ځای په اړه خبر نه دی ورکړی.

Russian opposition leader Alexei Navalny attends a rally in Moscow, Russia February 24, 2019

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ښاغلي نوالني پلویان ګومان کوي، نوموړي ته زهر ورکړل شوي او پر چارواکو د یوه جرم پټولو تور پورې کوي.

الکسي نوالني وايي په ناقانونه توګه نیول شوی او وايي چارواکي خبر وو چې هغه مسموم شوی او له اګسټ میاشتې راهیسې جرمني کې درملل کېده.

تېره اونۍ د زرګونو کسانو له نیول کېدو سره ویل شوي وو چې زندانونو کې د ساتلو کافي ځای نه شته.

تېره شپه روسیه کې د بشري حقونو د وېبپاڼو منشي سیرګي اسمیرنوفو هم نیول شوی.

د هغه په اړه یوه وېډیو خپره شوې چې ښيي له کوره د وتلو پرمهال له خپل زوی سره پلی روان دی او پولیس یې نیسي.

پر هغه تور دی چې تېره اونۍ یې لاریونونو کې ګډون کړی و. خبریالانو د هغه نیول کېدل غندلي دي.

د فرانسې خبري اژانس ویلي، نن مسکو کې څلور تمځي تړل شوي او پولیس په ښار کې د خلکو د ګرځېدو راګرځېدو مخه نیسي.

ولې دا لاریونونه توپیر لري؟

نیونې

د عکس سرچینه، Reuters

د جنوري پر ۲۳مه د مسکو چارواکو پرضد غونډې پیل شوې، چې په وروستیو کلونو کې دا تر ټولو لوی اعتراضونه وو.

دا لاریونونه نه یوازې مسکو او سن پیټرزبرګ ښارونو کې، چې تر ډېره به لوی لاریونونه پکې کېدل، وشول، بلکې د روسیې په لر و بر کې هم مظاهرې وشوې.

د بي بي سي روسي برخې د شمېرو له مخې، د روسیې تر ۱۲۰ ډېرو ښارونو کې خلکو په دې لاریونونو کې ګډون کړی و.