روسی وزیر د "بډو" اخیستو په تورن بندي شوی

الکسي اوليوکايف

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، الکسي اوليوکايف چې لوېدیځ لېبرال اقتصادي سيستم ته متمايل کس دی، په ۱۹۹۱ کال کې له ناکامې کمونېستي کودتا وروسته تر ټولو ستر روسی چارواکی دی چې نيول کېږي.
د خپرېدو وخت

د روسيې د اقتصادي پراختيا وزير الکسي اوليوکايف د دوو روسي نفتي شرکتونو ترمنځ په یوه معامله کې د دوه ميلیونو ډالرو بډو اخيستلو په تور نيول شوی دی.

څارنوالان وايي ښاغلي اوليوکايف د تېلو د يوه تړون د خصوصي کولو لپاره د مثبتې ارزونې په مقابل کې دا پيسې ترلاسه کړې دي.

دوی وايي دا بډې له ګواښونو او شوکو وروسته ورکړل شوې دي.

تمه کېږي چې په نژدې راتلونکې کې به د نوموړي حکم صادر شي.

الکسي اوليوکايف چې لوېدیځ لېبرال اقتصادي سيستم ته متمايل کس دی، په ۱۹۹۱ کال کې له ناکامې کمونېستي کودتا وروسته تر ټولو ستر روسی چارواکی دی چې نيول کېږي.

د اقتصاد د وزیر د نیول کېدو د خبر تر خپرېدا وروسته، د روسیې لومړي وزیر دیمیتري میدویدیف وویل، د ښاغلي اولیوکایف د نیول کېدو په اړه د "ډېرو دقیقو څېړنو" غوښتونکی دی.

نوموړي ویلي، د اقتصاد د وزیر د نیول کېدو مسله به له ولسمشر سره شریکه کړي.

د راپور له مخې، د اقتصاد د وزیر ارزونه ددې لامل شوه چې "روسنفت" نفتي شرکت د "باشنفت" شرکت پنځوس سلنه ونډه ترلاسه کړي.

"روسنفت" د روسیې د دولت تر څارنې لاندې دی او ویل کېږي چې دا شرکت د روسیې له ولسمشر سره هم تړاو لري.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، "روسنفت" د روسیې د دولت تر څارنې لاندې دی او ویل کېږي چې دا شرکت د روسیې له ولسمشر سره هم تړاو لري.

الکسي اولیوکایف د مالیې وزیر و، چې د دولت له خوا یې د خصوصي سکتور د میلیاردونو ډالرو څارنې مسؤولیت درلود، خو تر اوسه روښانه نه ده چې پر ده لګول شوي تورونه دقیقاً څه دي.

د روسیې د ولسمشرۍ دفتر ویاند "تاس" خبري اژانس ته ویلي "دا یوه ډېره جدي دوسیه ده"، خو په وینا یې "یوازې قضايي محکمې په دې اړه پرېکړه کولای شي".

"روسنفت" شرکت په تېره اکتوبر میاشت کې له "باشنفت" شرکت څخه د نژدې ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت خپله ونډه ترلاسه کړه.

"روسنفت" د روسیې د دولت تر څارنې لاندې دی او ویل کېږي چې دا شرکت د روسیې له ولسمشر سره هم تړاو لري.