اسټرالیا: د پيشو په لټون بوخت کس د وسله وال برید په تور نیول شوی

اسټرالیا

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، وېټمن وايي دې پيشو څو ځله له کړنګونو رګرځولی یم
د خپرېدو وخت

د اسټرالیا مېلبورن ښار کې د خپلې ورکې پيشو په لټون بوخت کس د وسلې په زور د ژویو د سرپنا او ساتنې یوه مرکز ته ننوتی او اوس له همدې کبله محاکمه کېږي.

۴۴ کلن ټوني وېټمن تورن شوی چې د دوشنبې پر ورځ یې پوځي جامو کې د ژویو په سرپنا برید کړی او د دغه مرکز یوه ښځینه کارمنه یې د ټوپک شپېلۍ په ور اړولو وېرولې ده.

پولیس وايي دې کارمنې او همکارانو یې له دې پېښې رواني زیان لیدلی.

د دغه کار له کبله پر ښاغلی وېټمن د تښتونې، بندي کولو، وسله والې غلا او د وسلې له قانونه د سرغړونو په ګډون بېلابېل تورونه پورې شوې دي.

پولیس وايي وېټمن دوشنبه د 'ورکو سپیو کور' په نوم د ژویو د سرپنا او ساتنې مرکز ته زنګ وهلی خو له هغې خوا ورته ویل شوي چې خپلې ورکې پیشو ته باید تر سبا سهاره انتظار وکړي.

خو هغه د همدې ورځې ناوخته پوځي جامو کې دغه مرکز ته تللی او یوه ښځینه کارمنه یې د دې لپاره تړلې چې د پیشوګانو د ساتل کېدو د ځای په اړه ترې مالومات وکړي.

ښاغلي وېټمن دې ښځې ته ویلي: "که غوږ کېږې او څه وایم ویې کړې، نه دې ولم".

دا هم ولولئ

پولیس وايي هغه تر روانېدو وړاندې دې د ژویو د سرپنا دې ښځینه کارمنې ته ویلي چې پولیسو ته له زنګ وړاندې تر سلو حساب وکړي.

د رپوټونو له مخې هغه تر تللو وروسته وسله او جامې خپل کور ته نږدې ښخ کړي وو.

ځايي رسنیو ویلي دې پېښه کې ژویو ته زیان نه دی اوښتی او دغه سړي هم کوم ژوی له ځان سره نه دی وړی.

محکمې ته ویل شوي چې ښاغلی وېټمن د دې پېښې پر سبا د خپلې پیشو د وړلو لپاره بیا دغه مرکز ته ورغلی دی.

بلو اور ہینری

د عکس سرچینه، CYNTHIA BENNETT

پولیس وايي نوموړی یې د سې شنبې ناوخته ونیو او دا یې منلې چې برید ده کړی.

هغه پولیسو ته ویلي دې پیشو څو ځله "له پاڼ راګرځولی یم."

ویل کېږي ښاغلي وېټمن پخوا پوځ کې دندې درلوده خو د ګټور خدمت ښودلو کې د پاتې راتلو له کبله ایستل شوی دی.

د هغه وکیل محکمې ته ویلي چې نوموړی له رواني فشار او اختلال کړېږي.

د ټوني وېټمن ضمانت رد شوی او ویل شوي چې چې اپرېل کې به محکمې ته حاضر کړی شي.