عمران خان: هند د داعش ملاتړ کوي

Imran

د عکس سرچینه، Imran

د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ادعا کړې چې داعش د هند له ملاتړ برخمن دی.

هغه دا څرګندونې بلوچستان کې پر هزاره توکمو وروستي مرګوني برید ته په اشاره کړې چې مسوولیت یې داعش په غاړه واخیست.

عمران خان تور پورې کړی چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي غواړي د پاکستان حکومت کې کړکیچ رامنځ ته کړي.

نوموړي ویلي تر هغې چې نوي ډیلي د کشمیر د کورواک حیثیت د لغوه کېدو پرېکړه بېرته نه وي اخیستې، دغه هېواد سره خبرې ناشونې دي.

هند په ۲۰۱۹ کال تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کورواک حیثیت لغوه کړ.

دغه ګام د هند او پاکستان ترمنځ اړیکي لا پسې ترینګلي کړل.

بهرنۍ پالیسۍ او افغانستان

هزاره

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان لومړي وزير د بهرنۍ پالیسۍ او سعودي عربستان سره د اړیکو د سړښت په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې ویلي: "سړه توده راځي خو موږ له کوم هېواد سره څه دښمني نه لرو".

هغه په دې لړ کې زیاته کړې پخوا افغانستان تورونه پورې کول خو د نوموړي په وینا ګواکې اوس یې دغه هېواد سره هم اړیکي ښه دي.

عمران خان وايي "طالبانو سره د خبرو اترو لار موږ اواره کړه".

د نوموړي اشاره د امریکا او طالبانو او بیا د افغان حکومت او طالبانو اوسنیو خبرو ته ده.

پر "پي ډي اېم" نیوکې او بلوچستان

لومړي وزیر عمران خان ادعا کړې چې د اپوزیسیون ګوندونو ترې په لیکلې بڼه د ملي پخلاېنې فرمان (این ار او) غوښتی و چې ده رد کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې ده ان کلونه پخوا د پوځي واکمن پرویز مشرف لخوا د 'این ار او' د صادرېدو مخالفت کړی.

جنرال پروېز مشرف د ۲۰۰۷ کال د اکتوبر پر ۵مه د ملي پخلاینې فرمان (اېن ار او) صادر کړی و.

دغه فرمان سیاستوال، سیاسي فعالان او بیروکراتان د ۱۹۸۶ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر تر ۱۲مې د دوو پوځي حکومتونو ترمنځ موده کې پر دوی د فساد، اختلاس، پیسو سپینولو او وژنې له لګېدلو تورنو سپین وګرځول.

د پاکستان سترې محکمې د ۲۰۰۹ کال وروستیو کې دغه فرمان له اساسي قانون سره ټکر کې وباله.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

عمران خان د پاکستان دیموکراتیک غورځنګ 'پي ډي اېم' په نوم د اپوزیسیون د ۱۱ ګوندونو پر ایتلاف په نیوکې سره ویلي: "اوس ټوله هڅه دا روانه ده چې موږ د دې مافیا پر وړاندې په ګونډو شو خو ما په وار وار ویلي چې این ار او نه صادروم".

هغه د پي ډي اېم غړي ګوندونه د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره پرتله کړي چې د ده په وینا د ټاکنو پایلې نه مني خو د درغلیو او لاسوهنو شواهد هم نشي وړاندې کولی.

د پاکستان لومړي وزیر د مسلم لیګ نون او پیپلز ګوند پر مشرتابه تور پورې کړی چې په شریکه یې پېسې وهلې او یو بل ته یې د ملي پخلاېنې فرمانونه صادرول.

هغه زیاته کړې چې "پخواني لومړي وزیر او دفاع وزیر پخپله په پیسو سپینولو کې لاس درلود. دوی چې پخپله تورې پېسې سپینوي نو د نورو مخه نشي نیولای".

د پاکستان لومړی وزیر د بلوچستان په اړه وایي چې د دغه هېواد فدرال حکومتونو تل دغه ایالت له پامه غورځولی دی.

عمران خان

د عکس سرچینه، PM OFFICE

د نوموړي په وینا د بلوچستان رایې له فیصل اباد ضلعې هم کمې دي - د دغه ایالت له رایو پرته هم حکومت جوړېدای شي نو همدا لامل دی چې پام ورته نه دی شوی.

هغه ویلي په لومړي ځل د ده حکومت بلوچستان ته ډېر پام اړولی او دومره ډېره بودیجه یې ورته ځانګړې کړې ده.