بلوچستان کې د کان کیندونکو وژنه؛ هزاره وګړو تابوتونو سره پرلت کړی

- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د لسو هغو کان کېندونکو له مړیو سره چې پرون یکشنبه د بولان په مچ سیمه کې وژل شوي وو اوس يې د کورنۍ غړیو له ګڼو نورو وګړیو سره پرلت کړی او وايي مړي به تر هغه خاورو ته ونه سپاري چې د دوی په خبره غوښتنې يې ونه منل شي.
د دې پرلت وهونکو لویه غوښتنه دا ده چې په دغه پېښه کې ښکېلو کسانو ته دې سزا ورکړل شي او د بیا لپاره دې د دوی په خبره د "هزاره و ټول وژنه" بنده شي. له تېري شپې راهیسې د کوټې په هزاره ټاون سیمه کې دغو احتجاج کوونکو خیمې لګولې دي او له ښځو او ماشومانو سره يې پرلت وهلی دی.
امنه بي بي د هغه اتلس کلن ځوان مورکۍ ده چې په دغه برید کې وژل شوی و. نوموړې بي بي سي ته په ژړغوني غږ وویل "ظالمانو په ډېره بې دردۍ زموږ لس کسان حلال کړل، څوک خو ان ځناور هم په دومره بې رحمۍ نه حلالوي".
نوموړې وايي، "زوی خو يې د دوه وخته ډوډۍ ګټلو لپاره تللی و، اخر کوم جرم يې کړی و ګناه يې څه وه؟ چې لاس او سترګې یې ورتړلې وې او په دومره بې رحمۍ يې وژلی وو؟"
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په وژل شويو کې اووه تنه افغانان دي او د پاکستان له حکومت سره يې د پېښې پلټنه کې د هر ډول مرستې ژمنه کړې ده.

په کوټه کې هزاره توکمه شیعه ګان له مودې راهیسې په هدفي وژنو، ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو کې وژل کیږي. که څه هم له تېر یوه نیم کال راهیسې هلته د دوی پر وړاندې د ناامنۍ پېښې کمې شوې وې خو د یکشنبې ورځې برید په دوی کې یو ځل بیا دا وېره پيدا کړې، چې دغه بریدونه د تېر په څېر لا نور زیات نه شي.
د بلوچستان شیعه کانفرنس په نامه د اهل تشیع د یوې اتحاديې ایالتي مشر سید داود اغا له رسنيو سره خبرو کې ویلي، دوی ته تل ویل شوي، چې دغه ډول بریدونه نامعلوم وسلوال کوي خو ښاغلی اغا زیاتوي، "نور باید دغه نامعلوم کسان معلوم کړل شي، ګنې د پاکستان واکمن به بې نقابه کړي".
په بلوچستان کې د یکشنبې د ورځې د دغه برید مسوولیت داعش وسلوالې ډلې منلی دی، خو تردې وړاندې د اهل تشیع پر ضد هلته د ډېری و بریدونو مسوولیت له داعش ورهاخوا لښکرجنګوي او پاکستانیو طالبانو هم قبول کړی دی خو د هزاره وو د یو شمېر مشرانو په ګډون په بلوچستان کې مېشت پښتانه او بلوڅ ملتپال بیا د دغو وسلوالو ډلو تر شا د پاکستان استخبارات تورنوي چې د دوی په خبره د هغوی په ملاتړ اهل تشیع په نښه کېږي.






















