عمران خان: مړي خاورو ته وسپارئ، زه به ژر درشم

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د کوټې په هزاره ټاون سیمه کې د هزاره توکمو و له مړیو سره پرلت لاهم دوام لري او لاهم ددغه هېواد د لومړي وزیر لاره ګوري، تر څو دغه پرلت ختم او مړي خاورو ته وسپاري. نن څلورمه ورځ د بلوچستان ایالت اعلی وزیر جام کمال او بېګا شپه د لومړي وزیر خان دوه وزیران احتجاج کوونکو ته ورغلي، خو هغوی يې په خوله پرلت ختم نه کړ.
خپله لومړي وزیر خان بیا پر خپله ټيوټر پاڼه په یوه بیان کې د کوټې له دې مظاهره چیانو غوښتنه کړې، چې خپل مړي دي خاورو ته وسپاري او وروسته به دی ډېر ژر کوټې ته ورشي.
خو احتجاج کوونکي وايي، د دوی اوس هم غوښتنه هماغه ده، چې خپله به لومړی وزیر ورته راځي.
د ریحانه په نامه یوې ماشومې چې پلار يې په دې برید کې وژل شوی، له بي بي سي سره خبرو کې وویل، که لومړی وزیر خان ورته راشي او د انصاف ډاډ ورکړي، نو خپله به د پلار مړی خاورو ته وسپاري.
''زموږ په کور کې اوس د ګټې څوک پاتې نه شوو، یواځې څلور کلن ورور مې دی، هغه دومره ماشوم دی، چې دا پته نشته ورته، چې مرګ څه شی دی؟ هغه اوس دومره ماشوم دی، چې زما د پلار مړی هم نشي اخیستلی '' دغه ماشومه زیاتوي، ''عمران خان دي خپله دلته راشي او موږ ته دي انصاف راکړي. زما دا له عمران خان سره ژمنه ده، چې که هغه راغی او موږ ته يې انصاف راکړ، نو زه به خپله د پلار مړی اخلم او خاورو ته به يې سپارم. ''

د عکس سرچینه، .
د ریحانه په شمول د شاوخوا ټولو وژل شويو کورنۍ او همداسې د هزاره وو مشران له لومړۍ ورځې همدا غوښتنه کوي، چې لومړی وزیر عمران خان دې ورشي، دوی ته دې د هغو کسانو د نیولو باور ورکړي، چې دا کسان یې وژلي، بیا به دوی خپل مړي خاورو ته وسپاري، خو تراوسه لاهم ښاغلی خان نه دی ورغلی.
بلې خواته پر خواله رسنیو بیا ګن شمېر کسان په لومړي وزیر خان نیوکې کوي، چې ولې دې پرلت وهونکو ته نه ورځي.
پر خواله رسنیو د نوموړي د ۲۰۱۳م عیسوی کال هغه ويډيو هم لاس په لاس ده، چې هغه وخت نوموړي د هزاره وو په ورته یوې پېښې د وخت واکمنو ته پېغور ورکړی وو، چې ولې د هزاره پرلت ته نه ورځي او ولې انصاف نه ورکوي.
خو ددې په غبرګون کې بیا د بلوچستان ایالت چارواکي وايي، د یاد ایالت ټولې چارې د اعلی وزیر په لاس کې دي او باید د اعلی وزیر په خوله پرلت ختم کړي او مړي خاورو ته وسپاري.

د عکس سرچینه، .




















