ایا ۲۰۲۰ د تاریخ تر ټولو بد کال و؟

۲۰۲۰

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر ۸۳ میلیونو ډېر انسانان په کورونا وېروس اخته پېژندل شوي دي
د خپرېدو وخت

له موږ تاسو ډېرو ته ۲۰۲۰ بدمرغه، غمجن او له کړاوه ډک کال و. ځینو آن دا د "ټول تاریخ تر ټولو بد"کال بللی دی.

خو که تاریخ ته یو ځغلنده نظر وکړو، پر دې به پوه شو چې کېدای شول ۲۰۲۰ تر دې لا ډېر بدتر شي نو له همدې کبله ښايي د هغو نعمتونو او مهربانیو شکر ادا کړو، چې پر موږ لورول شوي دي.

راځئ په ۲۰۲۰ کال نړۍ کې ځینو رامنځته شویو ناوړه پېښو بیاکتنه وکړو او بیا یې له نورو تاریخي پېښو سره پرتله کړو.

۲۰۲۰ کال کووېډ-۱۹ ډېر خلک مړه کړل

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د ډسمبر تر وروستۍ نیټې ټوله نړۍ کې له ۸۳ میلیونو ډېر کسان په کورونا وېروس اخته پېژندل شوي او له ۱۸۱ زرو ډېر ترې مړه شوي دي.

خو د کووېډ-۱۹ د مړینو شمېر د نړۍ له تېرو نورو وباګانو ډېر واټن او توپیر لري.

تور طاعون چې تور مرګ هم بلل کېده له ۱۳۴۶ تر ۱۳۵۰ زېږدیز کال پورې یوازې اروپا کې ۲۵ میلیونه او ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه کسان ووژل.

۲۰۲۰

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تور مرګ له ۱۳۴۶ تر ۱۳۵۰ زېږدیز کال پورې یوازې اروپا کې ۲۵ میلیونه او ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه کسان ووژل

اسپانوي او پرتګالي پلټونکو له ۱۵۲۰ کال وروسته د تڼاکو دغه ناروغۍ ځان سره امریکا ته ولېږدوله، چې د دې لویې وچې له ۶۰ تر ۹۰ سلنه کلیوال اوسیدونکي یې له منځه یوړل.

اسپانوۍ انفلونزا په ۱۹۱۸ کال له لومړۍ نړیوالې جګړې کورونو ته له ستنېدونکو سرتیرو خپره شوه او څه ناڅه ۵۰ میلیونه کسان ترې مړه شول، چې هغه مهال د نړۍ له ۳ تر ۵ سلنې وګړي کېدل.

د ۸۰ مې لسیزې راهیسې چې د ایچ ای وي/ایډز وبا پیل شوې - د نړۍ په کچه یې ۳۲ میلیونه کسان مړه کړي دي.

په ۲۰۲۰ کال کې ګڼ خلک بې کاره شول

د کورونا وېروس وبا اقتصادي زیانونه ډېر پراخ ول او د نړۍ لر او بر کې یې د خلکو ژوند اغیزمن کړ. خو له دې سره سره د بېکارۍ کچه تر اوسه له ۱۹۲۹ تر ۱۹۳۳ کال پورې د "ستر مالي ځوړ" اندازې ته نه ده رسېدلې.

په دغو کلونو کې ۱۹۳۳ کال تر ټولو ډېر ستونزمن و.

جرمني کې له هرو دریو یو کس بېکاره شو او د اډولف هېتلر په نوم یو پوپولیست سیاستوال واک ته ورسېد.

په۲۰۲۰ کال له ملګرو لېرې پاتې شوو

۲۰۲۰

د عکس سرچینه، Getty Images

هو دا سمه ده، چې د کال ډېره برخه پر کور او له ملګرو او خپلوانو لېرې پاتې شوو، خو په ۵۳۶ کال د نړۍ ډېرو خلکو آن اسمان هم نشو لیدلی.

هارورډ پوهنتون کې د منځنیو پېړیو د تاریخپوه او لرغونپوه مایکل مککورمېک په وینا اروپا، منځنی ختیځ او د اسیا ځېنې برخې ۱۸ میاشتې په مرموزه ګردله کې ډوبې وې او شپه او ورځ تیاره وه.

د هغه په وینا دا موده که پر ځمکه د ژوند لپاره "تر ټولو بده نه وه، لږ تر لږه له بدترو یوه" حتما وه.

په ۲۰۲۰ کال کې خو مو لږ تر لږه شین اسمان لیدای شو.

2020

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اروپا، منځنی ختیځ او د اسیا ځېنې برخې ۱۸ میاشتې په مرموزه ګردله کې ډوبې او شپه او ورځ تیاره وه

دا دوره په تېرو ۲۳۰۰ کلونو کې د ځمکې لپاره له ټولو د سړو لسیزو پیلامه وه، چې کرنیز محصولات یې لمنځه یوړل او خلک یې له لوږې او قحطۍ سره مخامخ کړل.

دا پېښه ښايي ایسلنډ یا شمالي امریکا کې د اورشیندي د فعالېدو له کبله وي چې ایرو یې نیمه شمالي کره په بشپړه توګه پوښلې وه.

ویل کېږي بادونو د دغه اورشیندي ګردله او لوګي ټوله اروپا او تر هغې وروسته اسیا کې خپاره کړل، چې همدا د تودوخې یو ناروین زیږوونکی لامل هم و.

۲۰۲۰ کال کې مو بهرني سفرونه وځنډېدل

دې کې شک نشته چې ۲۰۲۰ کال ټوله نړۍ کې د سیل صنعت لپاره ښه کال نه و. خو که له دې ډېر ناخوښه یاست چې پر کورونو ایسار پاتې شوي یاست، د نیکونو په اړه فکر وکړئ.

2020

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایا بشر غارونو ته د پناه په وړلو سره وژغورېد؟

انسانان له ۱۹۵ زره کلونو راهیسې د سفر له محدودیتونو سره مخامخ دي.

پر نړۍ لسګونه زره کاله وچه او سړه هوا حاکمه وه چې د "اېزوتوپ ۶ سمندري پړاو" یې بولي.

د 'هیومن اورېجنز' موسسې د پروفیسور کرتیس مارین په ګډون ځینې پوهان پر دې باور دي د دې دورې وچکالۍ د انسانانو نسل تقریبآ له نړۍ ورک کړ.

هغه وايي بشر د سویلي افریقا کڅونو ته په پناه وړلو سره وژغوېد او پر دې ځای یې د "جنت بڼ" مستعار نوم کېښود چې وړ یې هم وو.

انسان همدلته زده کړل چې له سمندره خوراک برابر کړي.

د ۲۰۲۰ کال یوې چاودنې د بېروت بندر ویجاړ کړ

2020

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۱۹۸۴ کال ډسمبر د هند بوپال ښار کې د کیمیاوي توکو د یوه چاڼځای د سوري کېدو له کبله زرګونه کسان مړه شول

د اګست د څلورمې دا چاودنه په ناسم ډول د ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایتریت د زېرمه کېدو له کله وشوه. دې چاودنې ۱۹۰ کسان ووژل او تر ۶ زرو ډېر نور پکې ټپي شول.

شنونکو دا د نړۍ تاریخ کې تر ټولو ستره غیراټومي چاودنه وبلله، چې د زر ټنه ټي این ټي توکو له چاودنې سره برابرېږي.

خو د ۱۹۸۴ کال ډسمبر د هند بوپال ښار کې د کیمیاوي توکو د یوه کارځای د سوري کېدو له کبله زرګونه کسان مړه شول، چې دا د معاصر تاریخ له ناوړه صنعتي ناورینونو ګڼل کېږي.

د هند حکومت وايي شاوخوا ۳۵۰۰ کسان په څو لومړیو ورځو او ۱۵۰۰ نور په څو کلونو کې د سږو د زیانمنیدو له کبله مړه شول.

د دغه ښار پر فضا حاکمې مرګونې لړې (غبار) لسګونه کاله دوام وکړ او اوس هم داسې کسان شته چې له زیانونو سره یې لاس ګریوان دي.

په ۲۰۲۰ کال استرالیا کې ځنګلي اورلګېدنو ۳ میلیارده ژوي مړه یا بې سرپناه کړل

2020

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۲۰ کال استرالیا کې ځنګلي اورلګېدنو ۳ میلیارده ژوي مړه یا بې سرپناه کړل

د اور سترو لمبو چې تېر اوړی یې استرالیا کې ۳۳ کسان هم تر ستونې تېر کړل، دغه هېواد کې د ژویو د ژوند او ژواک د ځانګړي چاپیریال ستره برخه ویجاړه کړه.

څاروي، الوتونکي، خځندې او چونګښې د دغه اور لمبو کې لو لپه شوې او یا یې د اوسیدو د ځای د لمنځه تلو له کبله پخپله هم له منځه ولاړل.

اوس هم فکر کوئ کال مو بد وو؟

د ۱۹۲۳ کال سپتمبر کې زلزلې د اور توپانونه او آن د لمبو بړبوکۍ رامنځته کړې چې په توکیو او یوکوهاما کې یې ۱۴۰ زره کسان ووژل. هو انسانان، نه کولا یا نور ژوي.

د هیلو دریڅې

۲۰۲۰ رښتیا هم له ډېرو اړخونو د ستونزو او ربړو کال و. د کورونا وېروس وبا ټولنیز واټن او انلاین پلورنو ته اړ کړو. محدودیتونو، ضد عفوني کولو او د څنګلو په جنګولو سره ستړي مشې نور ستړي کړو.

خو راځئ د دې پر ځای چې خپګان وکړو او پر ټولنیزو پاڼو کښته پورته وګرځو - پر مثبتو شیانو متمرکز شو.

۲۰۲۰ داسې کال و چې په سیاسي ډګر کې د ښځو حضور پکې پراخ او پیاوړی شو. په دې کال نړۍ کې د هغو هېوادونو شمېر چې مشري یې ښځې کوي ۲۰ ته ورسېد.

د ملګرو ملتونو په وینا دغه کال پارلمانونو کې د ښځو استازولي تر ۲ برابرو اوښتې ۲۵ سلنه څوکیو ته رسېدلې ده.

2020

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغه کال کې کماله هارېس هم تاریخ سازه شوه.

داسې کال و چې کماله هرېس هم پکې د لومړنۍ ښځینه، تورپوستې او د سویل ختیځې اسیا له ار او اصل سره د امریکا د مرستیالې ولسمشرې په توګه ټاکل کېدو سره تاریخ سازه شوه.

د نړۍ ګوټ ګوټ کې خلکو د نابرابرۍ او بې عدالتۍ پر خلاف لاریونونه او اعتراضونه وکړل او په دې توګه یې راتلونکې کې د مثبتو بدلونونو زېری راوړ.

۲۰۲۰ د چاپېریال لپاره یو ښه کال و. ډېرو هېوادونو ومنله چې د کاربن ډي اکسیډ د تولید کچه راټیټه کړي.

ملګري ملتونه وايي دغه کال کې د هغو هیوادونو او کپمنیو شمیر دوه برابره شو چې د شینکوریزه ګازونو د صفر کولو ژمنه یې کړې ده. په دغو کمپنیو کې د فېسبوک، فورډ، مرسیډیز په څېر مشهور نومونه هم راځي.

نور هم غواړئ؟ دغه کال ناسا اعلان وکړ د اوبو اندازه چې د سپوږمۍ پر سطحه پېدا شوي تر هغې ډېره ده، چې پخوا یې اټکل شوی و. دا موندنه کولی شي زموږ له راتلونکو څېړنیزه ماموریتونو سره مرسته وکړي.

بېرته ځمکې ته راګرځو- باید هیله من واوسو چې د ۲۰۲۰ کال وبا موږ انسانانو ته ډېر څه را زده کړي هم دي. له دې کارونو یو چې په ډاډمنه توګه یې یادولی شو، پاکي او د لاسونو مینځل دي.