د تهران غرونو کې د مړو شویو غرختونکو شمېر '۱۲ کسانو' ته ورسېد

د خپرېدو وخت

د ایران د سرې میاشتې سازمان ویلي د تهران شمالي غرونو کې د مړو شویو غر ختونکو شمېر ۱۲ کسانو ته رسېدلی.

د ایران د سرې میاشتې د مرستې او ژغورنې د برخې مشر مهدي ولي‌پور ایسنا خبري اژانس ته ویلي، ۱۰ مړي موندل شوي او یوه کس روغتون ته تر لېږدېدا وروسته ساه ورکړې ده.

بلخوا مرستندویه ډلو تېره ورځ د خرابې هوا له کبله په موقت ډول د ژغورنې درول شوي عملیات نن سهار بېرته پیل کړي دي.

د رپوټ له مخې د اوو نورو غرختونکو کورنیو ویلي، چې غړي یې ورک دي.

په تېرو څو ساعتونو کې ۱۴ نور کسان د تهران په شمالي لوړو غرونو کې موندل شوي.

د تهران شمالي لوړو غرونو کې کېبلي موټر څو ساعته له کاره لوېدلي وو او ډېری غر ختونکي د "توچال اووم" سیمه کې ایسار پاتې وو.

د اهار لوړو کې څه پېښ شول؟

د غر ختونکو یوه ۲۱ کسیزه ډله په واورو کې ایساره پاتې وه، د اهار "قلعه دختر روستای" لوړې څوکې ته تللي وو.

خو د جمعې په ماسپښین ۱۲ نیمې بجې واوره پرې وښویېده او ډېری غړي یې واورو کې خښ شول.

د ایسنا د رپوټ له مخې، هلته موبایل هم کار نه کوي، خو ځینو ژوندیو کسانو په راشبېلونو خپل ځینې ملګري راوایستل.‌

تېره چارشنبه د تهران شمال کې البرز لوړو څوکو کې د هوا حالت خراب اټکل شوی و او هلته د جي پي ایس له کاره لوېدو وېره هم وه.