تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د داسې یخچال لپاره ویر چې نور نشته
د ځمکې تودېدو د پایلو په هکله د اندېښنو او خبرداریو زیاتېدو سره، په لسګونو کسان په سمبولیکو مراسمو کې د سویس د الپ غرونو یوه طبیعي یخچال لپاره ویر کوي چې نږدې یو مخ له منځه تللی دی.
د سویس ټول یخچالونه د ځمکې ګرمېدو له امله ویلې او له منځه ځي، خو پیتزول لومړنی یخچال دی چې مرګ یې اعلانېږي.
د سویس د اقلیمي ملاتړ ټولنې یو غړی الساندرا دجاکومب د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: دا یخچال دومره اوبه شوی چې له علمي پلوه یې نور یخچال بللی نه شو.
دې ټولنې د یکشنبې ورځ د پیتزول یخچال د یاد لپاره د غرختنې پروګرام جوړ کړی و او وايي، سل کسانو پکې ګډون وکړ.
د دوی دا ګام په داسې مهال و چې د ملګرو ملتونو سرمشریزه او د ځمکې ګرمېدو او اقلیمي بدلون د پایلو په هکله د مشرانو او نړیوالو فعالانو غونډې هم کېږي.
غر ختونکي، د چاپېریال ساتنې فعالان او ځمکپوهان چې دې پروګرام کې ګډون لري، هغه ځای ته رسېدل غواړي چې له دې مخکې پکې پیتزول یخچال و او د دوو ګړیو لپاره د جنازې غر ختنه کې ګډون کوي.
دې مراسمو کې یو شمېر ګډونوال وینا کوي او د پیزول یخچال په یاد د ګلو ګېډۍ د غره په لمن ږدي، چې د څېړونکو لپاره یو مهم طبیعي یخچال و.
پوهان باوري دي چې د اوسني حالت دوام سره به د ۲۱ پېړۍ تر پای د سویس له ۱۵۰۰ طبیعي یخچالونو ۸۰ سلنه له منځه لاړ شي.
څو اونۍ مخکې ایلسنډ کې هم ورته مراسم خبر جوړوونکي شول چې د اوکجوکول یخچال په یاد جوړ شوي وو.
په دې مراسمو کې هم د چاپېریال ساتنې ډېرو فعالانو ګډون درلود، دا د ایسلنډ لومړنی یخچال و چې د ځمکې ګرمېدو اوبه کړ او له منځه لاړ.
لاندې درې انځورونه هم له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۹ کال دوبي وروستیو پورې د پیتزول یخچال شړېدل ښيي.