۷۰ کلن چینایی شل د ایورسټ څوکې ته وخوت

د خپرېدو وخت

یو چینایی غر ختونکی، چې دواړې پښې یې مصنوعي دي، د ایورسټ غره څوکې ته ختلی دی.

د چا بویو پښې څلوېښت کاله مخکې غوڅې شوې دي.

نوموړی شپږ میاشتې وړاندې هغه مهال نهیلی شو، چې نیپالي چارواکو پر پښې غوڅو غرختونکو د ختلو بندیز ولګاوه، خو محکمې بیا دا حکم بېرته باطل اعلان کړ.

دوه کاله واندې، دغه چینایي غر ختونکي د ایورسټ غره څوکې ته د ختلو هڅه وکړه، خو د ناسمې هوا له کبله بېرته راوګرځېد.

دغه ۷۰ کلن چینایي چې په ۲۰۱۶ کال یې د غره څوکې ته د ختلو پرمهال د "یخ وهلو" له کبله پښې غوڅې شوې، یوځل بیا ایورسټ ته د ختلو اجازه ترلاسه کړې ده.

په یاد کال د غره څوکې ته ۱۵۰ متره واټن پاتې و، چې نوموړی یخ وواهه.

چا بویو څلور ځلې د ایورسټ څوکو ته د ختلو هڅه کړې ده.

د نیپال د ګرځندوی وزارت د تېر کال وروستیو کې د غره ختلو په تړاو خپل قوانین یوڅه بدل کړل، پر شلو شویو کسانو یې هم غره ته د ختلو بندیز ولګاوه، چې هدف یې د لانورې مرګ ژوبلې مخنیوی و، خو د معلولینو ملاتړو فعالانو نیوکې پرې وکړې او محکمې دا قانون بېرته لغوه اعلان کړ.

وړاندې د نیوزیلنډ ۴۷ کلن مارک انجلیس، چې دواړې پښې یې غوڅې شوې وې، د ایورسټ څوکو ته د ختلو سیالۍ ته راوتلی و.

نوموړي په ۱۹۸۲ کال د نیوزیلنډ تر ټولو لوړ غره (۳۷۵۴ متره لوړ) ته په ختلو سره ځینې مډالونه هم وګټل، هلته دوې اونۍ ایسار پاتې شو، پښې یې یخنۍ ووهلې.