امریکا "موډرنا" د کورونا ضد دویم واکسین په توګه تایید کړ

شپږ میلیونه ډوزه واکسین وېش ته چمتو دي

د عکس سرچینه، IMAGE COPYRIGHTMODERNA

د عکس تشریح، شپږ میلیونه ډوزه واکسین وېش ته چمتو دي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا د خوړو او درملو ادارې د کورونا ضد وېروس دویم واکسین "موډرنا" میلیونونه ډوزو جوړولو لپاره زرغون څراغ ورکړی دی.

موډرنا واکسین جوړولو ته دا بېړنۍ اجازه به د میلیونونو موډرنا واکسین وېشلو لپاره لار هواره کړي.

د درمل او خوړو ادارې دا پرېکړه له یوې اونۍ وروسته وکړه، چې فایزر/بیونټک شرکت ته یې د واکسین وېشلو اجازه ورکړه او اوس یې وېش روان دی.

امریکا د موډرنا واکسین ۲۰۰ میلیون ډوزه اخیستو هوکړه کړې ده، چې اوس یې شپږ میلیونه ډوزه وېشلو ته چمتو دي.

په امریکا کې د نړۍ په کچه د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې مثبتې ‌او د مړینې ‌پېښې ثبت شوې دي.

دا مهال په امریکا کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۷ میلیونو اوښتی او د مړو شویو کسانو شمېر ۳۱۱ زرو ته رسېدلی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

په ټینیسي کې د طب پوهنځي اجراییوي مشر ډاکټر جیمز هیلډریت ویلي: "په تېره جنورۍ کې د وېروس خپرېدل او تر ډیسمبره د دوو واکسینو ترلاسه کېدل یوه لویه لاسته راوړنه ده."

د امریکا د خوړو او درملو اړوندې د سلامشورې یو جرګګۍ د پنجشنبې په ورځ د موډرنا واکسین د ګټې پر پلوۍ ۲۰ رایې ورکړې.

کارپوهانو مخکې ویلي وو چې موډرنا واکسین ۹۴ سلنه خوندي او فعال دی.

د رسمي اعلان تر خپرېدا څو ګړۍ مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ټویټ کې ویلي وو چې د واکسین "په اړه په پراخه کچه موافقه وشوه چې سم لاسي یې وېشل پیل شي".

موډرنا له فایزر واکسین سره څه توپیر لري؟

موډرنا باید تر صفر لاندې ۲۰ درجې سړوښه کې وساتل شي.

خو د امریکايي شرکت فایزر واکسین او د جرمني بیونټک واکسین ساتل تر صفر لاندې ۷۵ درجې ته اړتیا لري، چې لېږدول یې ډېر ستونزمن دي.

د فایزر په څېر موډرنا هم دویم ډوز ته اړتیا لري. دویم ډوز یې ۲۸ ورځې کېږي، خو د فایزر دویم دوز باید ۲۱ ورځې وشي.

.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د فایزر په څېر موډرنا هم دویم ډوز ته اړتیا لري. دویم ډوز یې ۲۸ ورځې کېږي، خو د فایزر دویم دوز باید ۲۱ ورځې وشي.

موډرنا ماساچوسټس ایالت کې جوړېږي او تر ډېره به یې ټول ډوزه همالته جوړېږي، خو فایزر/بیونټک بیا د جرمني او بلجیم په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې جوړېږي.

تر راتلونکې مارچ میاشتې پورې کاناډا د یو میلیون کورونا ضد واکسین ترلاسه کولو پلان لري او ټول ټال به ۵۶ میلیون ډوزه ترلاسه کوي.

بریتانیا ټول ټال اوه میلیونه ډوزه غوښتي دي.