تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا "موډرنا" د کورونا ضد دویم واکسین په توګه تایید کړ
د امریکا د خوړو او درملو ادارې د کورونا ضد وېروس دویم واکسین "موډرنا" میلیونونه ډوزو جوړولو لپاره زرغون څراغ ورکړی دی.
موډرنا واکسین جوړولو ته دا بېړنۍ اجازه به د میلیونونو موډرنا واکسین وېشلو لپاره لار هواره کړي.
د درمل او خوړو ادارې دا پرېکړه له یوې اونۍ وروسته وکړه، چې فایزر/بیونټک شرکت ته یې د واکسین وېشلو اجازه ورکړه او اوس یې وېش روان دی.
امریکا د موډرنا واکسین ۲۰۰ میلیون ډوزه اخیستو هوکړه کړې ده، چې اوس یې شپږ میلیونه ډوزه وېشلو ته چمتو دي.
په امریکا کې د نړۍ په کچه د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې مثبتې او د مړینې پېښې ثبت شوې دي.
دا مهال په امریکا کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۷ میلیونو اوښتی او د مړو شویو کسانو شمېر ۳۱۱ زرو ته رسېدلی دی.
- کورونا وېروس: موډرنا واکسین ۹۴ سلنه اغېزناک وبلل شو؛ بریتانیا کې د وېروس نوی ډول موندل شوی
- د کورونا وېروس نوی امریکایی واکسین ۹۵ سلنه اغیزناک بلل شوی
- کورونا وېروس؛ هند له راتلونکې جنورۍ د واکسین پیلولو تمه لري
- کورونا: د اکسفورډ واکسین په زړو خلکو کې "هیله بښونکی" اغېز وښود
- بریتانیا د کورونا وېروس ضد فایزر-بیونټیک واکسین کارول تایید کړل
په ټینیسي کې د طب پوهنځي اجراییوي مشر ډاکټر جیمز هیلډریت ویلي: "په تېره جنورۍ کې د وېروس خپرېدل او تر ډیسمبره د دوو واکسینو ترلاسه کېدل یوه لویه لاسته راوړنه ده."
د امریکا د خوړو او درملو اړوندې د سلامشورې یو جرګګۍ د پنجشنبې په ورځ د موډرنا واکسین د ګټې پر پلوۍ ۲۰ رایې ورکړې.
کارپوهانو مخکې ویلي وو چې موډرنا واکسین ۹۴ سلنه خوندي او فعال دی.
د رسمي اعلان تر خپرېدا څو ګړۍ مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ټویټ کې ویلي وو چې د واکسین "په اړه په پراخه کچه موافقه وشوه چې سم لاسي یې وېشل پیل شي".
موډرنا له فایزر واکسین سره څه توپیر لري؟
موډرنا باید تر صفر لاندې ۲۰ درجې سړوښه کې وساتل شي.
خو د امریکايي شرکت فایزر واکسین او د جرمني بیونټک واکسین ساتل تر صفر لاندې ۷۵ درجې ته اړتیا لري، چې لېږدول یې ډېر ستونزمن دي.
د فایزر په څېر موډرنا هم دویم ډوز ته اړتیا لري. دویم ډوز یې ۲۸ ورځې کېږي، خو د فایزر دویم دوز باید ۲۱ ورځې وشي.
موډرنا ماساچوسټس ایالت کې جوړېږي او تر ډېره به یې ټول ډوزه همالته جوړېږي، خو فایزر/بیونټک بیا د جرمني او بلجیم په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې جوړېږي.
تر راتلونکې مارچ میاشتې پورې کاناډا د یو میلیون کورونا ضد واکسین ترلاسه کولو پلان لري او ټول ټال به ۵۶ میلیون ډوزه ترلاسه کوي.
بریتانیا ټول ټال اوه میلیونه ډوزه غوښتي دي.