ډونلډ ټرمپ له ټاکنو څلور اونۍ وروسته بیا هم ځان بریالی وباله

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فاکس خبري چینل سره مرکه کې بیا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د پراخې درغلۍ خبره وکړه او فدرالي پولیس یا اېف بي ای او عدلیه وزارت یې په دې تړاو پلټنو کې په بې غورۍ تورن کړل.

ښاغلي ټرمپ له ولسمشرۍ ټاکنو نږدې څلور اونۍ وروسته خپله لومړنۍ مرکه کې بیا ټینګار وکړ چې "ټاکنو کې بریالی شوی دی. "

هغه وویل: "دوی درغلي وکړه، جو بایډن ۸۰ میلیون رایې نه دي ګټلې. "

ولسمشر ټرمپ ډېرو ایالتونو کې له پوستي او بېړنیو رایو بیا خپله نارضایتي وښوده او دا ادارې یې تورنې کړې چې ان ممکن د ده پرضد دسیسه کې یې لاس درلودلی وي.

"له دې ټولې درغلۍ سره، هیچا هم ماته ونه ویل چې اېف بي ای هغه کسان نیولي چې دې درغلۍ کې یې لاس درلود."

د هغه په خبره، دې برخه کې د شکایتونو ارزولو په تړاو د عدلې وزارت هم "اغېز مالوم نه شو."

ولسمشر ټرمپ خواله رسنۍ هم تورنې کړې چې ''د امریکا په تاریخ کې یې تر ټولو ستر سیاسي جنجال باندې سترګې پټې کړې دي. ''

ولسمشر ټرمپ د دې ۴۵ دقیقه يي مرکې پای کې بیا ټینګا روکړ چې ان تر کار پیلولو وروسته به هم د جو بایډن بری ونه مني.

ولسمشر ټرمپ وویل، ان شپږ میاشتې وروسته به یې هم په دې تړاو دریځ بدل نه شي.

هغه د مختلفو ایالتونو محکمو کې د خپل حقوقي ټیم د غړو د شکایتونو ردېدو په هکله وویل: "داسې عمل کوي لکه موږ چې هیڅ شواهد نه لرو، موږ بشپړ سندونه لرو. "

که څه هم د ټاکنو څلور اونۍ کېږي او ډونلډ ټرمپ یې پایله نه مني، خو بیا یې هم تېره اونۍ د عمومي خدمتونو ادارې ته اجازه ورکړه چې د جو بایډن د واک لېږدولو ډلې سره همکاري وکړي.

نوموړي تېره اونۍ دا هم وویل، که ټاکنیز کالج د ډیسمبر پر ۱۴ د جو بایډن بری اعلان کړي، نو دی به له سپینې ماڼۍ ووځي.

جو بایډن سږنیو ټاکنو کې د ۸۰ میلیون رایو ګټلو سره د ټاکنیز کالج ۳۰۶ رایې خپلې کړې، خو د بریالیتوب لپاره یواځې ۲۷۰ رایو ته اړتیا وي.

ولسمشر ټرمپ هم له ۷۳ میلیون ډېرې رایې ګټلې دي او دا د امریکا په تاریخ کې د دواړو لپاره تر ټولو ډېرې رایې دي.