د پنسلوانیا محکمه کې د ټرمپ د وکیلانو شکایتونه رد شول

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ټرمپ ټاکنډلې ګڼې هغه ادعاوې رد کړې چې په ځینو ایالتونو کې د درغلیو ادعاوې پکې دي، خو دا قانوني اجرات لا تر اوسه بریالي شوي نه دي.
د خپرېدو وخت

د پنسلوانیا ایالت دریو قاضیانو ویلي، د ټرمپ ټیم په ټاکنو کې د درغلیو په اړه هېڅ ادعا په اړه ثبوت نه دی وړاندې کړی او محکمې یې په دې ولایت کې پر جو بایډن د بریا د اعلانولو مخه نیولې او وړاندیز یې رد کړی دی.

د ادعاوو څېړونکې محکمې د ټرمپ د ټاکنیزې ډلې ادعاوې بې بنسټه بللې دي.

د استیناف محکمې په پرېکړه کې د ټاکنو پرمهال د ټرمپ هغه هڅې هم یادې شوې دي چې د ټاکنو د پایلو بدلولو لپاره یې کړې دي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل، که ټاکنیز کالج جو بایډن ته رایه ورکړي، نو دی له سپینې ماڼۍ وتلو ته چمتو دی.

خو ټرمپ یوځل بیا ادعا شوې درغلۍ راپورته کړې او په ټوېټر یې لیکلي: "جو بایډن د ولسمشر په توګه یوازې هغه وخت سپینې ماڼۍ ته تللی شي چې ۸۹ میلیونه رایې ثابتې کړي، هغه رایې چې د درغلیو او نا قانونه لارو یې نه دي ترلاسه کړې".

د محکمې پرېکړه کې څه وو؟

له استیناف محکمې د یوې بلې محکمې د هغې پرېکړې بیا کتلو غوښتنه شوې، چې پنسلوانیا کې د پوسټ له لارې استول شوې دي او اوس ټرمپ وايي چې څو میلیونه رایې دې باطلې شي.

قاضي سټیفانوس بیباس په دې قضیه کې د خپل نظر ښودلو پرمهال وویل: "ازادې او رڼې ټاکنې زموږ د دیموکراسۍ د وینې رګونه چلوي، خو که دا ادعا وشي چې دا ټاکنې رڼې نه دي، ضروري نه ده چې دا ادعاوې دې ومنل شي".

دغه قاضي چې ټرمپ محکمه کې ګومارلی و، وویل "تورونه د ادعاوو له مخې کېږي او بیا ثبوت وړاندې کېږي، خو داسې ونه شول".

د ټرمپ د ټاکنډلې وکیلې دینا ایلیس وویل: "سترې محکمې ته په لار یو".

د ټرمپ ټاکنډلې ګڼې هغه ادعاوې رد کړې چې په ځینو ایالتونو کې د درغلیو ادعاوې پکې دي، خو دا قانوني اجرات لا تر اوسه بریالي شوي نه دي.

په ورته وخت کې داسې اټکل دی چې جو بایډن د ټاکنیز کالج رایو کې پر ټرمپ نژدې ۳۰۶ رایې مخکې دي.