تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: د خادم حسین رضوي په جنازه کې زرګونو کسانو ګډون، زوی یې ځایناستی ټاکل شوی
د پاکستان مذهبي او سیاسي تحریک لبیک یا رسول الله مشر خادم حسین رضوي جنازه کې زرګونو کسانو ګډون کړی. د نوموړي جنازه د پنجاب ایالت مرکزي ښار لاهور په منټو پارک 'چې اوس اقبال پارک نومول شوی ' کې د پاکستان مذهبي چارو فدرالي وزیر نور الحق قادري او ګڼو نورو چارواکو په ګډون ادا شوه.
د تحریک لبیک ډلې موسس مشر خادم حسین رضوي د ۵۵ کالو په عمر د پنجشنبې پر ماښام لاهور کې مړ شو.
د بي بي سي خبریال عمردراز ننګیانه وايي، د خادم رضوي د جنازې ادا کېدو پر مهال د لاهور ښاري مېټرو چارې په ټپه ولاړې وې، سخت امنیتي تدبیرونه شوي وو، د ښار په دې برخه کې کاروبارونه تړل شوي وو او د یو څه ځنډ لپاره مخابراتي شبکې هم غیر فعاله وې.
بل لور ته د ګوند مرکزي شورا له لوري د خادم حسین رضوي مشر زوی سعد حسین رضوي د پلار ځایناستی ټاکل شوی دی. سعد رضوي د خپل پلار د جنازې لمانځه امامت وکړ او له ګډونوالو د نوموړي هدف ترلاسه کولو لپاره لوړه واخیسته.
د تحریک لبیک یوه ویاند قاري زبیر بي بي سي ته وویل، د نوموړي د مړینې لامل سملاسي معلوم نه دی، خو په وینا یې ښاغلی رضوي له تېرو څو ورځو راهیسې ناروغ و.
بل لور ته د لاهور ښار شیخ زاید روغتون ډاکتر اکبر حسین بي بي سي ته وویل، خادم حسین رضوي داسې حال کې ماخوستن پر ۸ بجې او ۴۸ دقیقو روغتون ته راوړل شو، چې ساه یې ورکړې وه.
نوموړی ډاکتر وايي، له دې مخکې په یاد روغتون کې د خادم حسین درملنه نه ده شوې. د ډاکتر اکبر حسین په خبره، نوموړی روغتون کې نه دی مړ شوی او له همدې کبله روغتیا پالان نه شي کولای د هغه د مړینې لامل معلوم کړي.
خادم حسین رضوي دې وروستیو کې فرانسه کې د اسلام د پیغمبر (ص) کارتونو خپرېدو پر ضد احتجاجي پرلت کړی و او له پاکستان حکومت سره یې له یوې هوکړې وروسته پرلت پای ته ورساوه.
د خادم حسین رضوي په مشرۍ کې د تحریک لبیک مذهبي ډلې په تېرو کلونو کې هم څو ځله پاکستان کې د وخت حکومتونو یا هم د نورو موضوعاتو په اړه اعتراضونه او پرلتونه کړي وو.
همدا څو ورځې وړاندې هم د نوموړي په مشرۍ ګڼو د دیني ګوندونو پرلت او اعتراضونه روان وو.
دې ګوندونو د پاکستان له حکومته غوښتنه کوله چې د فرانسې سفیر باید وشړي.
وروسته د حکومتي چارواکو او د پرلت د مشرانو ترمنځ له مذاکراتو وروسته پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې دا اعتراضونه پای ته ورسېدل.
ناتائید شوي رپوټونه وایي، د پاکستان حکومت منلې ده چې د فرانسي توکو سره به پرېکون کوي او د فرانسې سفیر به هم له هېواده وباسي.
خو رسمي سرچینو دا رپوټونه نه دي تائید کړي او نه هم اسلام اباد کې د فرانسې سفارت په دې اړه څه ویلي.
خادم حسین رضوي څوک و؟
تر څو کاله مخکې پورې خادم حسین رضوي مشهور نه و، خو د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې نوموړي د یوه لاریون په مشرتابه د پلازمېنې اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو تر منځ فیض اباد سیمه کې پرلت وکړ.
هغه وخت د لاهور یوه جومات ۵۲ کلن خادم حسین د پاکستان رسالت سپکاوي قانون کې د ترمیم پر ضد احتجاج پیل کړی و، چې په ظاهره په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی و.
هغه مهال د بریلوي مسلک منونکی خادم حسین رضوي په عام محضر کې د پنجاب ایالت پخواني ګورنر یا والي سلمان تاثیر قاتل ممتاز قادري په پلویتوب څرګندونو له کبله د پنجاب اوقافو ادارې له دندې لېرې کړی و.
له هغه وروسته خادم حسین رضوي، چې د معلولیت له کبله پر ګرځنده څوکۍ ناست و، خپل تحریک ته یې سیاسي بڼه ورکړه، په ټاکنو کې یې هم برخه واخیسته د لاریونونو او خواله رسنیو له لارې یې ګڼ پلویان وموندل.
د تحریک لبیک یوه ویاند اعجاز شاه په خبره خادم حسین رضوي په اټک سیمه کې زېږېدلی، حافظ قران، شیخ الحدیث و او فارسي ژبه یې هم زده وه.
نوموړی د په نکه توت سیمه کې د ۱۹۶۶ کال د جون میاشتې پر ۲۲ نېټه د حاجي لعل خان کره زېږېدلی و. نوموړی په یوه ترافیکي پېښه کې له ټپي کېدو وروسته د ګرځنده څوکۍ په مرسته ګرځېده.