پاکستان: د خادم حسین رضوي په جنازه کې زرګونو کسانو ګډون، زوی یې ځایناستی ټاکل شوی

خادم حسین رضوی، مینارِ پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images/Reuters

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان مذهبي او سیاسي تحریک لبیک یا رسول الله مشر خادم حسین رضوي جنازه کې زرګونو کسانو ګډون کړی. د نوموړي جنازه د پنجاب ایالت مرکزي ښار لاهور په منټو پارک 'چې اوس اقبال پارک نومول شوی ' کې د پاکستان مذهبي چارو فدرالي وزیر نور الحق قادري او ګڼو نورو چارواکو په ګډون ادا شوه.

د تحریک لبیک ډلې موسس مشر خادم حسین رضوي د ۵۵ کالو په عمر د پنجشنبې پر ماښام لاهور کې مړ شو.

د بي بي سي خبریال عمردراز ننګیانه وايي، د خادم رضوي د جنازې ادا کېدو پر مهال د لاهور ښاري مېټرو چارې په ټپه ولاړې وې، سخت امنیتي تدبیرونه شوي وو، د ښار په دې برخه کې کاروبارونه تړل شوي وو او د یو څه ځنډ لپاره مخابراتي شبکې هم غیر فعاله وې.

بل لور ته د ګوند مرکزي شورا له لوري د خادم حسین رضوي مشر زوی سعد حسین رضوي د پلار ځایناستی ټاکل شوی دی. سعد رضوي د خپل پلار د جنازې لمانځه امامت وکړ او له ګډونوالو د نوموړي هدف ترلاسه کولو لپاره لوړه واخیسته.

سعد رضوي

د عکس سرچینه، TLP

د عکس تشریح، د خادم حسین مشر زوی سعد حسین رضوي د تحریک نوی مشر ټاکل شوی

د تحریک لبیک یوه ویاند قاري زبیر بي بي سي ته وویل، د نوموړي د مړینې لامل سملاسي معلوم نه دی، خو په وینا یې ښاغلی رضوي له تېرو څو ورځو راهیسې ناروغ و.

بل لور ته د لاهور ښار شیخ زاید روغتون ډاکتر اکبر حسین بي بي سي ته وویل، خادم حسین رضوي داسې حال کې ماخوستن پر ۸ بجې او ۴۸ دقیقو روغتون ته راوړل شو، چې ساه یې ورکړې وه.

بادشاهي مسجد
د عکس تشریح، د جنازې ځای ته نژدې بادشاهيي جومات سره هم د جنازې ګډونوال یو ځای شوي وو.

نوموړی ډاکتر وايي، له دې مخکې په یاد روغتون کې د خادم حسین درملنه نه ده شوې. د ډاکتر اکبر حسین په خبره، نوموړی روغتون کې نه دی مړ شوی او له همدې کبله روغتیا پالان نه شي کولای د هغه د مړینې لامل معلوم کړي.

خادم حسین رضوي دې وروستیو کې فرانسه کې د اسلام د پیغمبر (ص) کارتونو خپرېدو پر ضد احتجاجي پرلت کړی و او له پاکستان حکومت سره یې له یوې هوکړې وروسته پرلت پای ته ورساوه.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د خادم حسین رضوي په مشرۍ کې د تحریک لبیک مذهبي‌ ډلې په تېرو کلونو کې هم څو ځله پاکستان کې د وخت حکومتونو یا هم د نورو موضوعاتو په اړه اعتراضونه او پرلتونه کړي وو.

همدا څو ورځې وړاندې هم د نوموړي‌ په مشرۍ ګڼو د دیني‌ ګوندونو پرلت او اعتراضونه روان وو.‌

دې ګوندونو د پاکستان له حکومته غوښتنه کوله چې د فرانسې سفیر باید وشړي.

مینار پاکستان، خادم رضوی

د عکس سرچینه، Getty Images

وروسته د حکومتي چارواکو او د پرلت د مشرانو ترمنځ له مذاکراتو وروسته پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې دا اعتراضونه پای ته ورسېدل.

ناتائید شوي‌ رپوټونه وایي، د پاکستان حکومت منلې ده چې د فرانسي توکو سره به پرېکون کوي او د فرانسې سفیر به هم له هېواده وباسي.

خو رسمي سرچینو دا رپوټونه نه دي تائید کړي او نه هم اسلام اباد کې د فرانسې سفارت په دې اړه څه ویلي.

خادم حسین رضوي څوک و؟

خادم رضوی

د عکس سرچینه، Getty Images

تر څو کاله مخکې پورې خادم حسین رضوي مشهور نه و، خو د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې نوموړي د یوه لاریون په مشرتابه د پلازمېنې اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو تر منځ فیض اباد سیمه کې پرلت وکړ.

هغه وخت د لاهور یوه جومات ۵۲ کلن خادم حسین د پاکستان رسالت سپکاوي قانون کې د ترمیم پر ضد احتجاج پیل کړی و، چې په ظاهره په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی و.

هغه مهال د بریلوي مسلک منونکی خادم حسین رضوي په عام محضر کې د پنجاب ایالت پخواني ګورنر یا والي سلمان تاثیر قاتل ممتاز قادري په پلویتوب څرګندونو له کبله د پنجاب اوقافو ادارې له دندې لېرې کړی و.

له هغه وروسته خادم حسین رضوي، چې د معلولیت له کبله پر ګرځنده څوکۍ ناست و، خپل تحریک ته یې سیاسي بڼه ورکړه، په ټاکنو کې یې هم برخه واخیسته د لاریونونو او خواله رسنیو له لارې یې ګڼ پلویان وموندل.

د تحریک لبیک یوه ویاند اعجاز شاه په خبره خادم حسین رضوي په اټک سیمه کې زېږېدلی، حافظ قران، شیخ الحدیث و او فارسي ژبه یې هم زده وه.

نوموړی د په نکه توت سیمه کې د ۱۹۶۶ کال د جون میاشتې پر ۲۲ نېټه د حاجي لعل خان کره زېږېدلی و. نوموړی په یوه ترافیکي پېښه کې له ټپي کېدو وروسته د ګرځنده څوکۍ په مرسته ګرځېده.