ښوونکې ماشومانو ته د زهرو ورکولو په جرم په اعدام محکومه شوه

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

په چین کې محکمې د وړکتون یوې ښوونکې ته ځکه د اعدام سزا اورولې چې ۲۵ ماشومانو ته يې زهر ورکړي وو، چې یو مړ شوی هم دی.

وانګ ین نومې دا ښځه تېر کال هغه وخت ونیول شوه چې د جایوزو ښار له یوه وړکتون ګڼ ماشومان تر سهارنۍ خوړلو وروسته روغتون ته ولېږدول شول.

محکمې ویلي چې هغې پخپله اداره کې تر یوې لانجې وروسته د غچ لپاره د زدکوونکو په خوړو کې د سوډيم نایټريټ په نوم مواد ګډ کړي وو.

له دې کبله اغلې وانګ یوه "بدکاره او شریره" ښځه ګڼل شوې.

دا پېښه تېرکال د مارچ پر ۲۷ نېټه شوې وه چې چین يې بوږنولی و او د نړۍ په ورځپاڼو کې د سر خبر ګرځېدلې وه.

د هغه مهال د رپوټونو له مخې ۲۳ ماشومانو د سهارنۍ تر خوړلو وروسته قی پېل کړی و او بې هوښه کېدل.

پر دې ښوونکې له ادعاو وروسته پولیسو په دې اړه پلټنه پېل کړې وه.

د سې شنبې (تله ۷ / ۲۸ سپتمبر) د جایوزو سيمه یيزې محکمې وانګ ین ته د اعدام سزا ورکړه.

په یوه بیان کې ویل شوي چې د زدکوونکو د سمبالښت پر سر له یوې بلې ښوونکې سره تر لانجې وروسته اغلې وانګ د "غچ" اخیستلو لپاره د هغې د شاګرادنو په خوړو کې سوډيم نايټرېټ مواد ګډ کړي وو.

په عام ډول سوډيم نایټرېټ په غوښه کې د خوند ښه کولو لپاره اچول کېږي خو که په ډېره کچه د چا تر خولې شي نو سړی مسمومولی او وژلی شي.

له ماشومانو يې يو په روغتون کې تر لس میاشتنۍ درملنې وروسته تېره جنورۍ میاشت کې مړ شو.

محکمې همدا راز ویلي، دا لومړی ځل نه دی چې اغلې وانګ خلکو ته زهر ورکوي بلکې د هغې د یوې پخوانۍ قضيې په یادولو سره يې ویلي چې دې مخکې هم په انلاین ډول نایټرېټ اخیستي او خپل ژوبل مېړه يې پرې مسموم کړی و.

د محکمې په وینا، "د هغې جرم ډېر خطرناک و او هغه د داسې سختې سزا وړ وه".

که څه هم چين شمېرې نه په ډاګه کوي چې تر اوسه يې څومره کسان اعدام کړي دي خو د بشري حقونو ډلې په دې باور دي چې هر کال په دغه هېواد کې زرګونه کسان په دې توګه وژل کېږي.

هلته پر اعدام محکوم کس یا په ګولۍ وېشتل کېږي او یا هم وژونکې ستن ورته پېچکاري کېږي.