له بالیووډ ستورې د مخدره توکو قضیه کې پوښتنې ګروېزنې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د هندي فلمي نړۍ مشهوره ممثله دیپیکا پوډوکون د دغه هېواد مخدره موادو مخنیوي ادارې 'این سي بي ' ته د ممثل سوشانت سینګ راجپوت د مړینې په قضیه کې پوښتنو ګروېږنو ته بلل شوې وه.
اغلې پوډوکون له هغو شپږو کسانو یوه ده چې په دې تړاو ترې پوښتنې ګروېږنې ترې کېږي. د شنبې پر ورځ له دوو نورو ښځینه فلمي لوبغاړو هم پوښتنې شوې دي.
د راجپوت ملګرې رهیا چکرورتي روانه میاشت د هغه لپاره د نشه یي موادو اخیستلو په تور نیول شوې ده، خو نوموړې دغه تور رد کړی دی.
د سوشانت سینګ راجپوت مړینې په هند کې له څو میاشتو راهیسې تاوده بحثونه راپورته کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د شنبې پر ورځ له ساره علي خان او شرادهاکپور نه هم دې موضوع کې تحقیقات شوي دي. له یوې بلې ممثلې راکول پریت سینګ نه بیا د جمعې پر ورځ پوښتنې شوې دي.
د مړینې پر مهال ۳۴ کلن راجپوت د ممبۍ په هغه اپارتمان کې مړ موندل شوی و، چې پکې اوسېده. پولیسو هغه مهال ویلي و، چې نوموړي ځان وژلی دی.
وروسته یې کورنۍ پولیسو ته د اغلې چکرورتي پر ضد رسمي شکایت وکړ او هغه یې تورنه کړه، چې راجپوت یې ځانوژنې ته لمسولی دی، خو نوموړې پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس د هند څېړنو درې فدرالي ادارې د دې قضیې څېړنه کوي.
د چارواکو له لوري له رسنیو سره د دې قضیې د پلټنو له ټوټه - ټوټه معلوماتو له شریکولو وروسته د دې پېښې په هکله تا ویلې ما ویلې او ګنګوسې لا زیاتې شوې دي.
د ځايي رسنیو په رپوټونو کې د این سي بي په تړاو ویل کېږي، چې له دوو لوریو پلټنې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
لومړۍ هغه کې یې د سوشانت راجپوت له رهیا چکرورتي، د هغې له وروره او د راجپوت له مدیره، چې نوموړي ته د چرسو چمتو کولو تورونه پرې لګېدلي، خو دوی رد کړي، تحقیق کېږي او دویمه برخه یې په بالیووډ کې د نشه يي توکو د پراخې کاریدنې اړوند ده.
د مخدره موادو مخنیوي چارواکي وايي، د دوی څېړنه د خواله رسنۍ وټس اپ پر ځينې پیغامونو راڅرخي، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې په دې پیغامونو کې څه لیکلي.
د ټایمز اف انډیا رپوټ کې د چارواکو له قوله ادعا شوې، چې د مخدره موادو ځینې نیول شویو سوداګرو د یو شمېر نورو ښځینه ممثلینو نومونه هم یاد کړي.



















