محکمې هغه ښځه د ټګي په تور زنداني کړه چې خپل لاس یې پرې کړی

په سلوانیا کې یوه ښځه له دې کبله رسماً مجرمه بلل شوې، چې د انشورنس یا بیمې پیسو لپاره یې قصداً خپل لاس په اره غوڅ کړی دی.
د دغه هېواد پلازمېنه لجبلجانا کې یوې محکمې ته معلومه شوې چې ۲۲ کلنې جولیجا اډلیسیک له ټپي کېدو یو کال مخکې پنځه بیمه پالیسۍ اخیستي دي.
نوموړې ادعا کړې وه، چې د لښتو پرې کولو پرمهال یې لاس غوڅ شوی دی.
اډلیسیک د بیمې پالیسو په لړ کې د یو میلیون یورو (یو اعشاریه ۱۶ میلیون ډالر) تاوان دعوه کړې وه.
محکمې اوس نوموړې ته د دوو کلونو زندان او ملګري ته یې د دریو کلونو زندان سزا ورکړې ده.
اډلیسیک او یو شمېر خپلوان یې ۲۰۱۹ کال هغه مهال ونیول شول چې نوموړې روغتون ته داسې حال کې ورغله چې لاس یې له مړونده لږ پورته پرې شوی و.
محکمېٍ ته معلومه شوې دغې ښځې او ملګري یې قصدا پرې شوی لاس له ځانه سره د وړولو پر ځای پرې ایښي و، چې وښيي ګواکې معلولیت یې دایمي دی.
خو چارواکو هاغه مهال د دې پرې شوی لاس موندلی او بېرته ورپورې ګنډل شوی و.
څارنوالانو ته دا هم معلومه شوې چې د دغې ښځې ملګري له پېښې مخکې پر انټرنېټ د مصنوعي لاس لټون کړی دی او د دوی په وینا همدا ثبوت دی چې پېښه په لوی لاس رامنځته شوې.
د اډلیسیک د ملګري پلار ته هم د یوه کال لپاره د تعلیقي بند سزا ورکړل شوې.
بل لور ته خپله ادلیسیک د محاکمې په ټول بهیر کې نه ده منلې چې لاس یې قصداً پرې کړی دی.
که د دوی د جعل دغه پلان بریالی شوی وای، دې جوړې ته به نیم میلیون یورو نغدې ورکول کېدې او پاتې نورې به یې هره میاشت د قسطونو په بڼه ترلاسه کولې.


















