ټرمپ شاور کې د اوبو فشار په اړه شکایت کړی؛ اداره یې اړوند قانون بدلول غواړي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا حکومت د دغه هېواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له شکایت وروسته د لمبېدو لپاره د کارول کېدونکې فوارې یا شاور کې د اوبو فشار زیاتولو وړاندیز کړی.
د ۱۹۹۲ کال یوه قانون له مخې امریکا کې د تشنابونو لمبېدو فوارې یا شاور چاڼ باید د اسې جوړ نه شي چې په یوه دقیقه کې له دوه اعشاریه پنځه یا دوه نیم ګېلنه ډېرې اوبه وشیندي.
خو د ولسمشر ټرمپ اداره غواړي د ټول چاڼ پر ځای د شاور له هر سوري باید همدومره اوبه راووځي.
بل لور ته د مشتریانو ټولنې او فعالان بیا وايي دا بې ځایه اصراف دی او اړتیا ورته نه شته.
ولسمشر ټرمپ تېره میاشت په سپینه ماڼۍ کې په دې هکله شکایت کړی و او اوس د انرژۍ ادارې د شاور په جوړښت کې د بدلون نوی وړاندیز کړی دی.
ولسمشر هغه مهال ویلي وو:
"دا د لمبېدو لپاره چې فوارې دي، که غواړې ځان ووینځې، اوبه نه پکې راځي، که غواړې لاس ووینځې، اوبه نه ترې راوځي، نو څه باید وکړې؟ زه له تاسې نه یم خبر، خو زما د وېښتو له کبله به هلته همداسې ولاړ یم، یا به پر غسل ډېر وخت لګوم؟ ، نو دا خو باید سم شي".
د انرژۍ خوندیتوب پروژې ډلې اجرايیوي مشر اندریو دیلاسکي بیا د حکومت دا وړاندیز 'احمقانه ' بولي. نوموړي ایسوشیټيډ پریس خبري اژانس ته وویل:
"که ولسمشر غواړي، یوه ښه فواره ومومي، موږ به د مشتریانو لپاره ځینې ځانګړې وېبپاڼې وروښیوو چې د لمبېدو لپاره مناسب الات او فوارې پکې ومومي".
د مشتریانو حقونو یوه سازمان مرستیال مشر ډېوېډ فرایډمن بیا وايي، په امریکا کې د شاور فوارو په اړه مشتریان خوښ دي او د خلکو پیسې سپموي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، که دغه وړاندیز نور مخکې لاړ شي، ښايي په محکمه کې وننګول شي.





















