پاکستان په 'نوې نقشه' کې ټول کشمیر په ځان پورې تړلی

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عمر دراز ننګیانه
    • دنده, بي بي سي اردو ډاټ کام
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون سې شنبې د دغه هېواد 'نوې سیاسي نقشه' په ډاګه کړه چې د هند په ولکه کې کشمیر یې هم په پاکستان پورې ورګډ کړی دی.

پاکستان د هند تر هغې پرېکړې یو کال وروسته دا ګام اوچتوي چې د کشمير نيمه خپلواکي يې ختم کړه او ترخپلې ولکې لاندې کشمير کې يې کلک ګرځبندیز اعلان کړ.

د دې نقشې د مخکتنې پر مهال عمران خان وویل چې، ''د کابینې تر تایید وروسته دا نوې نقشه د پاکستان د دولتي هغې ارزښت لري او په ښوونځيو او پوهنتونونو کې به وکارول شي''.

په دې نقشه کې- چې پاکستان يې خپله نوې نقشه بولي- د هند تر ولکې لاندې کشمیر د پاکستان برخه ښودل شوی او یو ځای په تور رنګ پرې لیکل شوي، ''په ناقانونه توګه د هند نیول شوی جمو او کشمیر'' او بیا ترې لاندې په سره رنګ دا جمله لیکل شوې چې، 'د دې جنجالي سيمې په اړه به وروستۍ پرېکړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څار لاندې کېږي''.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې دغه هېواد کشمیر تل خپل ګڼلی او دا په په دې برخه کې لومړنی ګام دی. د ده په خبره، د کشمیر مسلې یوازینی حل د امنیت شورا پر وړاندیزونو عمل کول دي:

''پاکستان په زور د مسلو پر حلولو باور نه لري، موږ به سیاسي هلې ځلې وکړو. په ځلونو مو ملګرو ملتونو ته دا وریاده کړې چې تاسې له کشمیریانو سره ژمنه کړې وه خو تر اوسه مو نه ده پوره کړې.''

په دې نقشه کې سرکریک سیمه او د هند د ګجرات ایالت جوناګړ او مناوادر سيمې هم په پاکستان پورې تړل شوې ښودل شوې دي.

پاکستان

د عکس سرچینه، پاکستان دولت

د عکس تشریح، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې دغه هېواد کشمیر تل خپل ګڼلی او دا په په دې برخه کې لومړنی ګام دی.

د هند غبرګون څه دی؟

د هند د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي ''دا ډول خندوونکې دعوا نه کوم قانوني ارزښت لري او نه به يې نړيوال قبوله کړي''.

په اعلامیه کې همداراز د پاکستان دا ګام 'یو ډېر ماشومانه کار' بلل شوی او پکې راغلي 'د پاکستان له لوري پر ګجرات او ورڅېرمه سيمو، کشمیر او لداخ باندې د خپل حق لرلو دا وړ څرګندونې -چې ګواکې دفاع به یې ونشي- یو بې مانا کار دی'.

په دغه بیان کې د پاکستان دا کار له ترهګرۍ سره تړل شوی ''په اصل کې دا د پاکستان هغه لیونتوب زبادوي چې تر پولو هاخوا د ترهګرۍ په مرسته د پاکستان د پراخولو هڅه کوي''.

کارپوهان څه وايي؟

بي بي سي د دې نوې نقشې په اړه له یو شمېر کارپوهانو سره هم خبرې کړې دي. دوی وايي داسې يو ګام د کشمیر مسلې د حل په برخه کې هېڅ ګټه نشي کولی.

د لاهور پوهنتون د سیاسي علومو څانګې استاد شبیراحمد خان وايي، د پاکستان په دې نوې سیاسي نقشه کې ډېر نوي څه نشته. پاکستان مخکې هم په نقشه کې ''تر خپل واک لاندې کشمیر او تر منځ يې د لاین اف کنټرول سيمه په تورو ټکو په نښه کوله، بیا موږ پرېکړه وکړه چې دا ټکي به هم لرې کړو، نو لرې کړای شول''.

خو د شبیرخان په خبره، د دې نقشې تر شا پټ هدف، ''د پاکستان له لوري دا ډېر د شرم کار او ماشومانه ګام دی. دا کوم سمبولیک پيغام نه دی، لوی ځواکونه په دې ډول یو بل نه ننګوي'. 'هېڅ هېواد یوه متنازع یا جنجالي سيمه په دې ډول خپله نه ګڼي''.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځينو له دې کبله د عمران خان صفت کړی خو ځينو بیا د پاکستان پر دې ګام نېوکې کړې دي.

پر خواله رسنیو د خلکو غبرګون

دې 'نوې نقشې' ته پر خواله رسنیو هم بېلا بېل غبرګونونه تر سترګو شوي او په ځانګړي ډول پر ټوېټر په دې نوم یو ټرېنډ هم جوړ شوی دی.

ځينو له دې کبله د عمران خان صفت کړی.

د ریحان علوي په نوم د ټوېټر یوه کاروونکي لیکلي ''هسې خو یو سمبولیک ګام دی خو دا د حکومت یو ښه ګوزار دی. دا به پرته له شکه یو بحث راوپاروي او نړېوالې ټولنې ته به یو زورور پېغام ورسره ولېږدي''.

خو ځينو بیا د پاکستان پر دې ګام نېوکې کړې دي.

د بعیمان په نوم یوه لیکلي ''نو په دې ډول به موږ کشمیر ازادوو؟ چې سندرې ورته جوړې کړه، په نقشه کې يې ورګډ کړه او بیا په دې هیله کېنه چې یوه ورځ به دا هر څه ریښتیا شي''.