تېره اونۍ په انځورونو کې

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره پر ایرانیانو د ماسک اغوستل جبري شوي، په ځانګړي ډول کله چې موټرونو کې له یوه ځایه بل ځای ته ځي.
د خپرېدو وخت
ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایران د پلازمېنې تهران په سوېل کې یو ځوان له هغې خځلنۍ چې غمجنه څېره پرې کښل شوې، خځلې خپلې کڅوړې ته وراچوي.
بنکاک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تایلنډ پلازمېنې بنکاک په یوه سینګارتون کې یوه مېرمن چې ماسک یې اغوستی دی.
چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین په شینانجیانګ کې د بند د اوبو په کمېدو کب نیونکي کبان نیسي.
چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین په یانګ پینګ کې د باسکیټبال سیالۍ ته نندارچیان راټول شوي دي.
گواتیمالا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ګواتیمالا کې امنیتي ساتونکي د دو دیوس ښار یوه روغتون ته په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته یو ناروغ د ننه کوي
نیوزلند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سوډیما هوټل اوس مهال په نوي زیلانډ کې د مساپرو د قرنطین لپاره کارول کېږي. د نوي زیلانډ پولیسو وروسته له هغه ددې هوټل کنټرول په خپل لاس کې واخيست چې ځینې خلک له جبري قرنطین تښتېدل.
.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په عکس کې د جنسي کاروبار یوه مېرمن ښکاري چې ماسک او لاسماغوګان یې اچولي. د بولیویا چارواکو دوی ته د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره دا سپارښتنې کړې دي.
تایوان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په ټایوان کې د چین په وړاندې پوځي مانورونه
حیوانات

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په اتاناسیو کې د لسو ورځو سپین کرګدن له خپلې مور سره ولاړ دی. دا لومړنی سپین کرګدن دی چې د چیلي سانټیاګو بوین ژوبڼ کې دې نړۍ ته راغلی.

ټول انځورونه یې د څښتنو دي.